دازمون له برزخه


بيارالوني هسک پردرمند،دهستۍ داوربڅري
بيارازمولي ګلبڼونه،دپاڼرېژي خزان ځري
پروچ دښت دګومان تخم،راشيندي درخې سخې
تورې شپې موسپينې ورځې،دبرخليک له څېلمې نغري
[ه اسره له شنډووريځو،چې باران ووروي بيا
له کلوکلونيولي،دويالوشونډوپتري
له داهسې وچې سوکړې،اوتودو توندو سيليو
له الوته دي لوېدلي ،تږې زرکې اوتنځري
غرېونيولې سوې ساندې،يې له ستونوتروښل کېږي
دي پراته په دې چمن کې،لورالورې مات وزري
تلبهانددی نېزدوينو،دسروګلوګلکڅوکې
داچې هسې رنګ تک توردي،دخاچوڼوله ويرنمري
پرژوندژواک باندې رابلوسي،له تورتموتوروسمڅو
داتورمخي موبنډارته،له يوې مخې ملګري
په سکڼلوټټرويې،ټټرونه نه سړېږي
داراوپنځېده څومره،وحشي ليندي اوشلګري
رانړېږي موپه پښوکې،دچوپتياووغرونه غرونه
رسېدلې دي څپې،دوينووينوفريادونه موترغري
بېلوای يې پرژوندنه شو،څويې ونډې ونډې نه کړو
ونډيمارموځړوي اوس،هرهريوله خپل ښنګري
راوتلی يم مخسوری،دازمون له برزخ بياهم،
داند واند پرشنه ورشومې،دسره شعرکبلۍ څري!