پښتو ژبه او نوي ژبپوهنيزې ليدتوگې (نظريات)


داليکنه دا څېرمه سرليکونه (عنوانونه) رانغاړي: ژبه او ژبپوهنه، پښتو او نوې ژبپوهنه، ليکلار اوليکلارښود، د ((يوې- کره ليکنۍ پښتو)) غو ځنگ، نيولوجېزم، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې)، فونيميکي الفبې، له نوي ژبني ساينس سره ناباندۍ  اواماتوري لاسوهنې...
 
پيليزه:
دا هم له زاړه يونانه رادود شوی پېژند (تعريف) وو چې انسان يو ژبور ژوی «ناطق حيوان» دی، خو اوس يې «اوزارساز ژوی» بولو او په دې لړ کې يې له ټولو وړ ا ندې غوره اوزار (انسترومېنټ) ژبه ده. دغه اوزار بيا پرخپل وار، له خپل پرمختيا يي بهير سره د انسان ذهني او فز يکي بشپړتيايې بهير پرلپسې راگړندی کړی او تر ننني بريده را  رسولی دی.  لا پردې سربېره یې هممهاله د نورو نويو نويو اوزا رو د پنڅونې(تخليق) او ودې وش لپاره لاره هواره کړې او په ټو له کې يې د تمدن   رښتياينه (تحقق)، غځونه (ادامه)  او پاينه (بقا) راشونې (ممکنه) کړې ده. نو ځکه وايي چې که بشر دغه ټو لگټی اوزار هر کله له لا سه ورکړي، له زرو زرو کلونو را نښلولي مدني بهير به سم له سمونې پر ټپه ودرېږي!

ژبه او ژبپوهنه


۱-  ژبه څه څيز يا ښکارنده (پديده) ده؟
له ارستو (Aritotle 384-322 BC) رانيولې زموږ  تر  استاد رښتين ( ۱۳۸۰ل. مړ) پو رې درستو عربو او عجمو، تر هغې له مخه چې ژبه راوپېژني، پر رغنده توکو (متشکله اجزاوو)، هغه هم  پر نوم-کړ- توري (اسم-فعل-حرف) شنله،د چارودندې په اړه يې همدومره ويل چې د پوهاوي او راپوهاوي (افهام و تفهيم)  وسيله ده او کله ناکله يې داړوندو غږونو(حروفو) وتوځي راپېژندل ... ؛ او بل لوی ويار (عيب) يې داچې د (غږ او حرف) او ( ژبې او ليک) او بيا د (ريښې او مصدر) توپير يې نه شو کولای او داسې نور ويارونه او نيمگړتياوې يې!

خو نوې ژبپوهنه د زړې  يادوديزې هغې پر خلاف  د ژبې پېژند(تعريف)  او کار کړن (فنکشن)  د يوه شمېر پوښتنو په ترڅ کې وړاندې کوي:
ژبه  څه څيز ، پديده يا وسيله ده، ارثي ، غريزه يي ده، که کسبي،خپلسري، تصا دفي ده، که تړوني ، کله، چېرې،څنگه او څه لپاره انسانانو ړومبی ځل را منځته کړې او  څنگه يې راروسته پښتونو(نسلونو) ته پرلپسې رالېږدولې او دود و پا يښت  يې وربښلی... ؟

يا ژبه څه راز جوړښت لري او پرکومو توکو شنل کېږي، ايا رغنده توکي يې بېلا بېلې نښې دي، که سېمبولونه او بيا د دغو نښو يا سېمبلونو يوه هسې ټولگه ده، که کوم پرلغښتی((سېستم))، يانې کوم غږونه او غږغونډونه (ترکيبونه) چې زموږ له خولې راوځي، په زېږون کې يې  زموږ کوم غړي او بيا  څنگه برخه اخلي ، څنگه مانيزه بڼه پيداکوي او د بهرنۍ نړۍ پېښې او بيا د خپلې دننۍ نړۍ اندونه، واند ونه (خيا لونه، ولولې، موخې، ارمانونه ورسره څنگه نورو ته څرگندوو اوبيا يې غبرگونونه راپاروو، په نوروټکو، څنگه يې د کارولو،ويلو،اورېدلو او لېږد ولو، يا په لنډ ډول ، د پوهاوي راپوهاوي او خبراوي جوگه کولای شو، د گړېدا، ليک  او د ادبي انځورونو او سېمبلونو له لارې...؟

له اند و واند او نورو ذهني کارکړنو(فعاليتونو) سره څه اړاو تړاو لري، يو اړخيز، که دوه اړخيز، او د رغنده توکو تر څنگ يې په فعاليت کې ذهن يا روان او يا دوا ړه څه نقش درلودای شي، هر څوک خپله مورنۍ يا لومړنۍ ژبه کله، چېرې، له چا او څه راز زده کوي او بيا ترې د ژوند تر پايه څنگه اوڅومره گټه اخېستای شي، ايا د پوهاوي او خبراوي له نورو وسيلو، اوزا رو، لکه ترافيکي څراغونو او نورو نښو نښانو سره څه توپير لري، ايا د ژويو خپلمنځي  نغوتې، خوځښتونه او غږو نه ژبه بللای شو، همداراز پخپله دانسانانو ترمنځ دوده نغوتژبه يااشاري ژبه sign language او پژ ژبه يابدني ژبهbody language زموږ دعادي ژبې جاج و مانا ښندلای او بشپړولای شي؟
semasiology) نوي ژبپوهان ژبه نوره هم راځانگړې کوي او ژبه  د نښپوهنې د تړوني نښو (قراردادي علايمو)  په سر سر کې را ولي او نښه (ساين) سېمبل ته يې لوړوي او له دې سره يې داسې راپېژني:
ژبه د قراردادي) غږيزو پيلامونو (سېمبولونو) يوه پرلغښتې ټولگه او بيا پر لغښتی غونډال يانظام (سېستم ) دی چې هر پيلام (سېمبول) يې يو څيز، پېښه يا ښکارنده (پديده) نوموي، او په دې ډول د يوې اړيکيزې (ارتباطي) وسيلې په تو گه د وگړو تر منځ د وبله پوهاوي تړاو پرځای کوي؛ نو په دې ترڅ کې چې يوڅه له يوه بل ته لېږدول کېږي، هما غه استوزه (پيغام) يا  ٌمانا ٌ ده
بېخبنايي او مخبنايي ژب- ډولونه يا اړخونه
ژبه له آروبنسټه «د انسانانو ترمنځ د خبرو اترو د وسيلې په توگه د غږيزو نښو يا سېمبولونو يو پرلغښتی تړوني نظام»  دی- د سوسور←  د ليدتوگې پر بنسټ  «دخبرو کولو پټتوان يا بالقوه وړتيا»... (وولريښ ۱۰۷) چې موږ يې له زېږونه ۴ تر ۶ کلنۍ پورې د مورنۍ يا لومړنۍ ژبې په توگه په لومړني چاپېريال «کور»  کې له مور، تيمور (دايه) يا بل هر پالونکي څخه د اورېدا او پېښو له لارې زده کوو او خپلو مغزو (ذهن) ته يې سپارو. داسې چې پردويو (قواعدو) يې بشپړ لا سبری مومو او راروسته يې خورا لږ سوان و صيقل ته اړوځو، خو ورسره ياده کړې لنډه تنگه وييپانگه پرلپسې پراخوو او د هماغو دويو په مټ ترې ناپايه غو نډونه غونډلې، ويناوې او متنونه رغولای شو.
نو، تر هغې چې د خبرو يا ليکلو کار ترې نه اخلو، يوه نانگېرلې (نامحسوسه، مجرده) پديده ده او «بېخبنايي» او «دننۍ» ژبه يې بولو؛ پر وړاندې يې کارېد ونکې هغه نگېرلې (محسوسه)، مخبنا يي کړنيزه «عملي، تطبيقي» او يا «بهر نۍ»  ژبه بولو؛ همداسې د دواړه ډوله ژبو اړوند ستاينوميز تړنگونه (توصيفي ترکيبونه) «لکه بېخبنايي، دنني او مخبنايي يا بهرني اړخ-اړخونه، دلالت- دلالتو نه... او داسې نور. په دې توگه د بېخبنايي يا د ننۍ ژبې هره نښه يا سېمبل (ويی، غونډ، غونډله، متن) ښووند «دال»  بولو، ورسره تړلی ښوولی (مد لول) او د دې دوا ړو تر منځ تړاو (دلالت=  مانا) نوموو. هرگوره، مخبنايي يا بهرنۍ ژبه د هماغه يو ازېني «دال» پر وړاندې  تر يوه زيات «دلالتونه» او «مدلولونه»  ټيکاو درلو دای شي.


۲- ژبپوهنه (linguistics)
پېژند (تعريف):  ژبپوهنه  د ژبې سايتېفيکه څېړنه ده:  دغلته د ژبې رغښت او په دې لړ کې غږپوهنه يا ږغپوهنه (فونېتېکس)، اواز پوهه (فونېميکس) ،  پښويه يا گرامر چې دوې څانگې رانغاړي : گړپوهه (صرف، مارفولوجي) او غونډٌ له پوهه (نحوه، سېنتکس).  ژبپوهنه يا ژبنی ساينس پر بېلابېلو څانگو او څانگوړو وېش مومي، لکه:  الواکي(تيوريکي) ژبپوهنه ، کارونيزه ژبپوهنه، سپڼيزه (تشريحي، دېسکرېپتېف) ژبپوهنه ، تاريخي ژبپوهنه، پرتليزه ژبپوهنه، جغرافيايي ژبپو هنه...؛ 

په سپڼيزه ژبپوهنه کې، پښويه،  پرغږپو هه، اوازپو هه، وييپوهنه ( واژه شنا سي، ماناپوهنه، لېکزيکالوجي)،گړدودپوهنه هم راځي. تاريخي  ژبپوهنه بيا پر خپل وار آرپو هه (ريشه شناسي، اېتمالوجي)، تاريخي غږپوهه، تاريخي پښويه، متنپوهه (فېلالوجي) ،څانگوړې رانغاړي؛ (ژبنۍ) ځېلپوهنه (تايپولوجي) چې بېلا بېلې  ژبې سره  د  رغښتي ورتوالي  له مخې څېړي او ډلبندي کوي  او (ژبنۍ)  پښتپو هنه (جېنيا لوجي) چې  ژبې د خپلوۍ له مخې څېړي او ډلبندي کوي يې او داسې نو رې څانگې خر انگې راځي .

هممهالې (همزمانی سېنکرونيکي) ژبپوهنه او ناهممهالې ((درزمانی، دايکرو نيکي) ژبپوهنه، سره له دې چې (سپڼيزه او تاريخي) جوړه ټرمونه ورسره هممانيز کارول کېږي، خو د دغو  دواړو جوړه نومَونو (ټرمونو) ترمنځ  پوره توپير شته، په بله وينا، سپڼيزه دا د ژبې ثابته بڼه په وسمهال او تېرمهال دواړو کې  ترڅېړنې لاندې راتلای شي، او (دايکرونيکي) هم همداسې درواخله چې  د ژبې ثابته او ناثابته بڼه  په تېر او ناتېر دواړو مهالو کې څېړلای شي، مانا يې دا چې  دغه رو ستۍ جوړه ترې  زيات ټوليزوالی او ژوروالی لري.

همداراز سرباندې ژبپوهنه (مېتا لنگوېستيکس)  هغه ده چې له ژبپوهنې سره د نورو گڼو پوهنو گډون را پرگوته کوي، لکه: ژب-توکمپوهنه، ژب- ساپوهنه (ارواپوهنه)، ژب- ټولنپوهنه،ژب-وگړپوهنه (انټراپالوجيکل ژبپوهنه)،  ژب- فلسفه يا د ژبنۍ فلسفه، ژب- سولپوهنه (منطق)، ژب- تاريخپوهنه، ژب-  ځمکپوهنه يا  ژبنۍ جغرافيا، ژب- لرغونپوهنه، او دا سې نور ( پښتوپښويه ۱- چاپ، ۳۳- ۳۷).

د ژبپوهنې  مخينه يا تاريخچه  تر افسانو اسطورو روسته له  پښويې (گرامره) راپيلېږي. ارستو ( Aristotle384-322 BC)  ړومبی پوهاند او فېلسوف وو چې ژبه يې پر نوم، کړ او کو شنيو توکو (اسم، فعل او حروفو)  ووېشله  او په دې ډول په لوېديځ کې د پښويې يا گرامر بنسټوال هم بلل شوی دی- پر وړاندې يې هرگوره، په ختيځ کې وار له مخه (پاڼيڼي)  د سانسکرېټ پښويې په کښنه  د پښويې بنسټ اېښی چې لوېديزه نړۍ  ترې مټې په اوولسمه پېړۍ کې د فرانسي ختيځپوه انتېکتوېل په وسيله خبره شوه.

خو سره له دې يې دېخواته د پاڼيڼي پل تر ډېره پسې چا وانخېست او هلته  يې په ارستو پسې په پرلپېيلي ډول له هماغو يونانيانو رانيولې تر روميانو او نورو بېلابېلو اروپايي ژبو کې پاينه وموندله.  تر څو  ورته د شلمې پېړۍ  له پيل سره   د نوې ژبپوهنې پلار سوېسي فرديناند دې سوسورFerdinand de Saussure (۱۸۵۷- ۱۹۱۳ز) د جوتپوهنو (مثبته علومو) په رڼا کې د يوې ټولمنلې پوهنې يا ژبني ساينس  جامه ورواغوسته. خو رادېخوا له منځني  ختيځه تر سوېل ختيځه اسيايي ژبې په تېره، عربي او د پښتو، پارسي، بلوڅي، اردو  د عربي  ليک والا ژبې  د هماغه يوناني  پښويې پليوني  پاتې شوې دي.  په نورو ټکو، له آر وبنسټه دهماغه ارستو پښويې (اسم، فعل و حرف يا حروفو) ړندې پېښې راخېستې چې عربو په آموي پېر کې  د نورو زړو پوهنو تر څنگ را ژباړلې او رادود کړې ده.

 خواشينوونکې  بيا داچې که څه هم  په پرمختلليو عربي هېوادو، لکه مصر، سوريه ...  او بيا  په آر پارسي ټاټوبي ايران کې  گرامرونه  د نوې ژبپوهنې له رادودېدو سره  نومهالي ماډرن شوي، خو  زموږ په ښوونځيو او پوهنتونو کې،  لکه د ديني مدرسو غوندې  تراوسه پر هماغو زړو پاتشونو شخوند وهي؛  په تېره له  کورگډي ((جهاد)) راهيسې چې پښتني ټولنه يې له هره پلوه شاتگ ته ورڅکولې، او د نوي- زاړه ترمنځ شخړه له سره بيا راتانده شوې ده.
تر  سوسور نيمه پړۍ راروسته  په ژبپوهنه کې يو نوی انقلاب راغی او هغه  هم 
پر نړيوال کچ  دټولپېژندلی او ټولڅرگند نووَم چامسکي Noam Chomsky  له خوا، چې  پر ژبپوهاند سربېره د يوه رياضي پوه، تاريخپوه، فېلسوف او د يوه بل اندي (ديگرانديشdissident ) امريکايي په توگه د نړيوال سياست په ډگرکې هم دپوره نوم ونښان څښتن دی. 

دچامسکي د دغه  ژبپوهنيز انقلاب انگېزه (موتيف) داوو چې د سوسور ژبپوهنه   تر ډېره  د ژبې پر جوليزرغښت (structure) ډډه لگوله، په تېره چې د ليونارد بلو مفېلد په مخکښۍ امريکايي رغښتواله تر ښندې (افراطه) ورسېده). په  نورو ټکو، د ژبې آره دنده او موخه ( جاج ومانا يا پيغام لېږدونه) يې گړ سره خرخشنه کړه.
 چامسکي پر۱۹۵۷ز. کال د خپل((نحوي جوړښتونهSyntactic Struc - tures)) نومي کتاب  په خپراوي سره لومړۍ پلا د ژبې په تړاو تر ټولو ارزښتمنه او پر لغښتې ليدتوگه دژبپوهنې په تاريخ کې رامنځته کړه، په بله وينا،زېږنده-لېږنده پښويهThe Generative-Trans fomational Grammar نړيوالو ته ورو پېژندله.

د چامسکي له ليدتوگې سره سم دغه  سېستم (ژبه) هر وگړی په ټولنه کې په منځنه توگه له زېږونه تر پېنځکلنۍ پورې له مور، تيمور(دايې) او نورو څخه د اورېدواو او پېښو له لارې نا سيده اونااگاهانه زده کوي. مانا داچې ژبه يوه تړوني، ورهڼيزه (کسبي) وسيله او ټولنيزه پديده ده   هر انسان خپله مورنۍ (لومړنۍ) ژبه له خپل انساني چاپېرياله زده کوي او يوازې په انسانانو پورې اړه لري.

نغوتژبه (sign language) او پژ ژبه (body language  سره په خپلو منځوکې پوره توپير لري. دلومړۍ رغنده توکي (نغوتې اشارې) څه ناڅه تړوني ټاکلې او پر لغښتې بڼه لري او ددې بلې(پژژبې) دا که څه هم له ورته پژني (بدني) خوځښتونو، لکه دلاس،گوتو،سر، سترگو،تندي، اوږو، خولې، شونډواو نورو هغو څخه گټه اخلي، خو کوم تړوني يا ټاکلې بڼه يې نه لري. هسې خو انسا نانو،ان د را پېژندلې (سېستماتيکې) ژبې تر رامنځته کولو،زرگونه زرگونه کاله پخوا دغه  دواړه ډوله ((ژبې)) دخپلمنځي اړيکود ټينگولو لپاره پرکاراچولې چې هرگوره وارله مخه او راروسته هممهاله دژويو په پېښو له هسې جړوپړو چغو پغوهم کاراخېست  په تېره دواټن د لرېوالي، تيارې ...له کبله.

نن سبا ژبه د(نښو) د سېستم پرځای د(سېمبولونو) سېستم ځکه بولي چې نښه يکې يو جاج يا مانا ښندي او سېمبول تر يوه جاج يا مانا څو جاجونه او ماناوې را نغښتلای شي. سوسور او رغښتي (سترکچرالېستي)  پليوني يې د هر ژبني توک څو مانيزوالی(polysemy) او هممانيزوالی(synonymy) ردوي او زياتره پردې  ټينگار لري چې خبره يوپريوده، نه يو توک تريوې زياتې ماناوې ښندلای شي او نه څو توکه يوه مانا په گډه رانغښتلای شي.

داهم بايد وويل شي چې خبراويزو او پوهاويزو وزلو وسيلو نن سبا د اوريزو، وينيزو(ويدويي) رسنيو په بڼه د ړندو کڼو او نوروکمتوانو (معيوبونو او معلو لينو) لپاره لا پسې پراختيا او پرمختيا موندلې ده.
هرگوره، د دود له مخې دغو  بېلابېلو اړيکيزو (ارتبا طي)، پوهاويزو اوخبراويزو اوزارو وسيلو ته کټ مټ، لکه د ژويو د هغو غوندې ژبه وايو،اوهمداراز هنر، په تېره موسيقي او ان  پيسې  هم(( نړيواله ژبه)) بولو،چې يوازې په اړ يکيزو وسيلو کې راځي، نه په پوهاويزواوخبراويزوهغوکې!

که څه هم دا توپير ړومبی ځل د نوې ژبپوهنې د پلار په توگه هماغه سوېسي (فرديناند دې  سوسور) د شلمې پېړۍ په لومړيوکې رابرسېره کړ، خو نيمه پېړۍ راروسته امريکا يي فيلسوف او ريا ضيپوه ژبپوهاند (نووَم چامسکي) پکې هماغسې  بشپړوالی اوکره والی راوړ، لکه مارکس چې دهېگل په دايلکتيک کې راوړ، په بله وينا، د هغه نسکور دا يلکتيک يې نېغ پر پښو ودراوه او تر هرڅه له مخه يې ((نښه)) پر سېمبول ورواړوله.

د چامسکي له ليدتوگې سره سم دغه  سېستم (ژبه) هر وگړی په ټولنه کې په منځنه توگه له زېږونه تر پېنځکلنۍ پورې له مور، تي مور(دايې) او نورو څخه د اورېدو او پېښو له لارې ناسيده اوناگاهانه زده کوي. مانا داچې ژبه يوه تړ وني، ورهڼيزه (کسبي) وسيله او ټولنيزه پديده ده   هر انسان خپله مورنۍ (لومړنۍ) ژبه له خپل انساني چاپېرياله زده کوي او يوازې په انسانانو پورې اړه لري.

له نورو څخه د پېښوله لارې نا اگاهانه زدکړې او دسېمبولونو(وييو، غونډو او غونډلو او بيايې دويو (قاعدو) د يوې پرلغښتې ټولگې((سېستم)) په توگه په خپل ذهن کې زېرمه کړې وي. نو همدغه سېستم  يې چې ترڅوکاروني(عملي) ډگر (وينا، ليک) ته راوړی نه وي، يو نانگېروړ(نامحسوس) ذهني او مجرد شتون لري اوآره او رښتينې ژبه همداده.

ويناييزه يا کړنيزه، په نورو ټکو، جوليزه او نگېروړه(محسوسه) ژبه بيا د هماغې آرې ذهني ژبې زېږنده گرځي.
داچې کله کله  ژبه په مجازي  ډول له ((اند)) سره هممانيزه کاروو، نااگاهانه يې له ذهن سره تړاو ورزبادوو. لکه چې وايو: زه اودی سره په ژبه نه پوهېږو، موږ سره يوه گډه ژبه نه لرو...

د سوسور دا خبره چې د دغو نښو د دواړو اړخو(دال و مدلول) تر منځ تړاو(دلالت)  تړوني (قراردادي) ، په بله وينا،   په هره ژبه کې د نښې يا سېمبول ارزښت يا مانا او چار داړوندې ټولنې له خوا ټاکل شوی، او د اورېدونکي له گوټپېره intuition ورسره په څېرمه توگه مانيز او جوليز بلون تداعي(association) رانغاړي، هغه هم را روسته رغښتوالو، په تېره د بلوم فيلد(باطنی هماغه ۸۵-۸۳) په مخکښۍ امر يکايي هغو دغه ((بلون)) او ((درک)) هم چې سوسور څه ناڅه پاموړ باله، گړ سره له پامه وغورځاوه.

((نووَم چامسکي د فرديناند دي سوسور  پر (خلاف د ژبې تر شا پر موجود فرهنگ دومره ټينگار کوي،چې الفاظ ورته د انساني کيفيتونو او احسا ساتو سيوري ښکاري. چامسکي وايي، چې که احساسات او مانا نه وي، د الفاظو سيوري دې سهي نه کړل. همدا افکار او احساسات الفاظو ته رنگونه ورکوي احساسات دو مره معتبر دي، چې ان گرامري قاعدې ماتوي او د الفاظو ثابتې ماناوې اغېز منوي. د نوم چامسکي په اند، دال ثابت نه وي او مدلول دومره مهم دى، چې که نه وي، دال نه پايي. .. (اجمل ښکلی←حالت)).

ددې يوه تېپيکه بېلگه چې د چامسکي په اند د وييونو(کلمو) ماناوې او د غ نډلو (جملو) مفهوم گرامر نه، بلکې فرهنگ ټاکي،د دروغو مزل لنډ دی))  پښتو متل  راخلو چې استاد الفت د طنزيه له مخې ټکي پر ټکي مانا کړی دی: ((هو، په درو غو سړی خپلې موخې ته ژر رسېږي!)) ، اکر داچې د ولس  له خوا ورټاکلی جاج  يې منفي دی،  په نورو ټکو،(( دروغجن موخې ته گړسره  رسېدای نه شي!))

د ((intuition)) د بېلگو په لړکې:
يو څوک له کوره په وتوکې وايي((زه ولاړم)) خو اورېدونکی پو هېږي چې موخه يې تېرمهال((ولاړم)) نه، بلکې وسمهال ((ځم)) دی. ياله لرې گورو چې يو سپرلۍ گاډی يا بس راروان دی، خو لنډ پر لنډه وايو: (گاډی راغی). همداسې تېرمهال پر وسمهال اړوو، د ساري په ډول ، د شپې د چاکور ته غل راغلی او سباته نورو ته کيسه کوي: ((له يوه درز سره له خوبه راويښ شوم،که گورم، يوه سړی له دېواله  ځان انگړ ته راغورځولی، زمادخوبخونې وره ته ولاړ دی او د راننوتوهڅه کوي کوي...)).

دانگريزۍ او زياترو اروپايي ژبو په رسنيزه اوداستاني ژبه کې خو تېرمهال زياتره  پر وسمهال بدلون مو مي، خولوستونکي او اورېدونکي ورسره روږدي شوي او پو هېږي چې پېښه په تېرمهال کې رامنځته شوې ده-د تايلند څواتياکلن پاچا د مړينې د هماغه يوه خبر سرليک  يو ځل (deid)  او بل ځل(passes away) پر تلو يز يون  راڅرگند شو. ناخبري کړ بياله پښتو تر انگر ېزۍ په ډېرو ژبو کې په تېر مهال کې  اوړون(گردان) مومي، که څه هم موخه يې نا تېرمهال وي، لکه په دې پښتو متل کې: که ټينگه دې کړه، ټينگه به يې نه کړې.

د نورو گڼوژبنيو توکو او جوړښتو يا پديدو په لړکې هممانيزوالیsynonymy، څومانيزوالیpolysemy  او همجوليزوالی homonymy هم له intuition پرته په اسانه توپېرېدای او پوهېدل کېدای نه شي که  انگرېزي open ويی له چا واورو او يايې په سيند(ډېکشنرۍ) کې وگورو،وار له واره يې دا توپير نه شو کولای چې داستاينوم (واز) دی ( پرته له دې چې چېرې د هټۍ، کتا بتون... پر وره ښکل شوی او ياهم په غونډله کې کارول شوی وي).

هر تېر ماسخوتن د انگرېزي تېلويزيون پر پرده باندې (business latest ) کښل کېږي چې ټکي پرټکي پښتو ژباړه يې (  کاروبار روستنی)  راځي، خو ترې (دکار وبارونو د ونډو روستنۍ بيې) جاج (مفهوم) اخېستل کېږي، او ليدونکي او اور ېدونکي هم ترې همدا مانا اخلي.  همداسې نورې ډېر تېلويزيوني او ان د چا پي رسنيو او کتابونو نومونه او سرليکونه درواخله چې په لنډو تنگو جولو (لفظو نو) کې پراخه جاجونه او ماناوې رانغاړي.

هماغسې چې له لويه سره سوسوري- رغښتي ژبپوهنې خپل ځای د چامسکي پسر  رغښتي ژبپوهنې ته پرېښی، دغسې  يې د ماناپوهنې د يوې کړنيزې ( پرکتيکال) چار په توگه رغښتي او بيا بېخبنايي يا دننۍ يو ((دلالتي)) ليدتوگه هم ترشاپرېښې؛ يانې پخوابه د مانا او مفهوم د نومېرنې (تشخيص) لپاره ټول زور پر ژبنۍ جوله او پښوييزو دويو او دويونو ( قو اعدو او قوانينو) اچول کېده او  کارونيز(پراگماتيک)  دلالت ته هېڅ پام نه اوښت؛ په دې ډول  ورسره رواني اکر (نفسياتي حالت)  هم اړين وبلل شو.

په يوه لاس کې قرآن په بل کې توره
د نوې او زړې پښتو ژبپوهنې نه شلېدونکې شخړه

هسې خو نوې، لږ تر لږه رغښتي ژبپوهنه څه باندې نيمه پېړۍ وړاندې  د کابل پوهنتون د ادبپوهنځي له لارې زموږ هېواد ته سر رادننه کړی او  له ښه مرغه  له دې پلوه پښتو څانگه تر پارسي هم مخکې وه. له ارواښاد عبدالاحد يا ري چې له امريکا يې د ژبپوهنې ماسټري بريليک راوړی وو، لومړۍ  پلا يې  د پښتو ژبپو هنې بنسټ اېښی،ورپسې استاد رحيم الهام او بيا نوراحمد شاکر  هم له ورته تعليمي لاسوندو سره له امريکا راستانه  شول . ان تردې چې استاد الهام يې په پارسي څانگه کې هم تدريس پر مخ يوړ. او گرامر يې وروکېښ. 

خو څنگه چې افغانستان  د څه کم پېنځوسو ژبو هېواد وو، نو تر گر دو له مخه يې د اروپايي ختيځپوهانو پام ځانته راړولی وو او په هغه لړ کې نارويژی آريانپو هاند استاد گيورگ مورگنستيرن  ړومبی ځل پر ۱۹ ۲۴ د پښتو څېړنو لپاره  په پېښور کې له منشي احمدجان سره د پښتو مخامخ زدکړې روسته  کابل ته راغی او تر ۱۹۷۵ کال يې د پېښور او او کوَټې له لارې پرلپسې  سفرونو وکړل.  پر پښتو او وڼيڅي سربېره  يې پر نورستاني، دردي او پاميري ژبو گڼ ټوکيزه پنډ پنډ کتابونه وکښل.چې له همدې سره د ټولې لوېديزې نړۍ د آريانپوهانو له خوا د پښتو او بيا گرد ((افغانستان د ژبو پلار)) بلل شوی دی. 

 د استاد مورگنستيرن بله ستره کارنامه چې له لامله يې  زموږ د هېواد  په پو هنتونو کې د نوې ژبپوهنې ښوونې او څېړنې  ښه ترا لاره هواره کړه ، داوه چې نړيوال  ښوونيز- فرهنگي سازمان  (يونسکو)  ته يې  د پښتو په گډون په افغا نستان کې د آرياني ژبو د اطلس پروژې وړانديز وکړ او چې ومنل شوه.، د ۱۳۴۱ ل. کال د تلې (د۱۹۶۲اکتوبر)  په مياشت کې  د همده په مشرۍ  د آرياني ختيځپو هانو  يو پېنځه کسيز پلاوی له اروپا نه کابل ته راغی.

تر هغې روسته  چې  دغه پلاوي د يونسکو او د ادبيا توپوهنځي له مشر استاد مجروح سره د پوهنتون په استازۍ اړوند تړون (کانټرک) لاسليک کړ، د درېگو نو (پښتو،پارسي او انگليسي) څانگو د روستي کال شاگردانو لپا ره دوه اوونييز څانگپوهيز (مسلکي) سېمينار جوړ کړ. په پای کې يې يوه ازموينه وا خېسته چې زه او پالوال د پښتو څانگې  او هله يو يو دهغو نورو څانگود بريالانو په توگه  له هما غو استادانو سره د ازمايښتي کړاو ( مشق وتمرين) په موخه د څلورگونو (پښتو-پارسي- پشه يي- پراچي) ژبو د کښنې او څېړنې لپاره نجراو ته ولاړو. 
 
پالوال تر کال نيم گړدودڅېړنو روسته د توکمپوهنې په څانگه کې امريکاته ولاړ او د پارسي گړدود څېړونکی (کبيرسروری) په يوه پېښه (قضيه) کې ښکېل شو. خو ما د استاد مجروح  په هڅونه، هغه هم  د يوه ډبډبي (موټرسايکل) په سمبالو نه، پروژه دپښتواو پارسي او نورو لويو وړو ژبو څه باندې يو سلو گړدودو له کښنې سره تر پايه پرمخ بوتله او پر۵ ۱۳۴ل مې د پروژې د مشر پروفېسر ( ژارژ  ردار) له  ر سمي ژمنې سره سم د سويس په برن پوهنتون کې دژبپوهنې۶کلن بو رس تر لاسه کړ. 

همدا چې د ۱۹۷۲پسرلی له برن پوهنتونه  په آريانپوهنه، هندو اروپايي او ټوليزه ژبپوهنه کې له لوړترين (بي- دوکتورا)سره کابل ته را ستون شوم، سم له سمونې مې په نصاب کې له ادبي فنونو سره ژبپوهنې يوبرابر رښته (حق) ترلاسه کړ. فونا لوجي مې استادالهام،استاد شاکر او راروسته استاد بايزيد اڅک ته وروسپار له، استا د تږي بياد  ژبپوهنې له له امريکايي ماسترۍ سره  ادب تيوري پر غاړه وا خېسته.
 ما خپله پښويه وييپوهنه او آرپوهنه (اېتېمالوجي) د استاد رښتين د (( ملايي)) وزمه گرامر او اشتقاقاتو او ترکيباتو) ځايناستی کړې. ورسره ورسره مې هممهاله د پښتوخپرونو او وږمې مهالنۍ (مجلې) د چلوونکي په توگه د څو نورو پښتنو استادانو او ليکوالو په ملتيا د ((يوې- يواز ېنۍ- کره ليکنۍ پښتو))  څانگپو هيز- سېستماتيک ((غورځنگ)) راپيل کړ.
په هره توگه، د زړې او نوې ژبپوهنې ترمنځ توپير او واټن همدومره اټکلولای شو، لکه د زاړه دوديز طب- له څو لنډو تنگو ماويليو تا ويليو او لوښيو لرگيو، درو درملو، دم و دعا او ټوټکو سره- اونوي طب  ترمنځ له دادومره هېښنده او پر لپسې تيوريکي، تخنيکي- الکترونيکي  پرمختگ ، بريو او برياوو سره. په ټوله کې د داسې پېښاووانو د ناپوهۍ همدا دليل بس دی، چې نه پوهېږي ((ژبپوهنه))  يوه ټولمنلې خپلواکه پوهنه ده؛ تر بلې هرې ټولنيزې پوهنې څخه، له بيالوجۍ او فېزيکه تر رياضي پو رې په ساينېفيکو پوهنو ډډه لگوي او له دې سره نيمه سا ينتيفيکه بشري پوهنه، لاڅه چې،لکه پخپله ژبه،يوه يونيورسله پوهنه بلل کېږي! 
 بياهم نوې ژبپوهنه تر بلې هرې بشري او ټولنيزې پوهنې پرلپسې د ساينتېفکيو الي پر لوري گامونه اخلي. تردې چې زماغوندې نيم پېړييز پليونی ورپسې رسېد ای نه شي.  زه پر خپل وارله هرې نوې ليدتوگې سره دېته اړوځم چې  کال وړاندې ليکنه څېړنه ورسره کره او عياره(update) کړم. همدا لامل دی چې تر وسې وسې اړوند کتابونه، له پښو يې(گرامره) نيو لې تر پښتو او پښتنو تاريخه له نويو نويو زياتو نو او کرونو سره بيا بيا چاپ ته سپارم.

دادی، اوس  له خپلې ټاکلې سکالو(ټاپيک)  سره سم د نوې ژبپوهنې او بيا د چامسکي  پسرغښتي ژبپوهنې (Post-strutural linguistics)  په رڼا کې د پښتو ژبې، په نورو ټکو،  پښتو ژبپوهنې برياوې (لاسته راوړنې) پر بېلابېلو برخو وېشو. 

۱- د پښتو ژبې او پښتنو آره (منشأ)
پښتو Paštȯ (Paẋtȯ, paxtȯ) (ژبه)


پښتو له آره شمال ختيزه آرياني ژبه ده او د لېږد له لارې له باختر (بلخ) څخه سو يلي افغانستان ته له خپلو ويونکيو سره راغلې ده او د  ډېرو ژب- تاريخي  لاسو ندونو (دستآوېزونو) له مخې يې ويونکيو (پښتنو) په يوه سکه (ساکي) ټبر اړه درلودلې چې په دويمه مز (ق م) پېړۍ کې ساکستان (سيستان) ته رالېږدېدلې وو، پښتو تر دغه لېږد له مخې له نورو ساکي گړدودونو، لکه پاميري هغو، په تېره له مونجي او ييدغاسره په يوه لته کې ويل کېده.

همدا رنگه يې له با ختري (يپتل - کوشاني) ژبې سره نژدې اړيکي درلو دي دي. زړې پښتو (Proto Pashto) له اوېستا ژبې سره ښا يسته ډېر نژدېوالى لرلى، خو له ساکي سره يې تر هغې هم زيات ښوول شوى دى. داسې برېښي چې پښتو تر پامير و بلخ راروسته خپل (پاتې) زوړاو منځنى پړاو په سيستان، هېلمند،غور اواراکوزيا (کندهار) کې وهلى او بيا يې نوى پړاو په کسي غره (سلېمان غره) کې پيل کړى او په نوره پښتونخوا کې يې پرله پسې بشپړتيا ته رسولى دى. 

(مورگنستيرن، د پښتو نړيوال سيمينار ليکنه، کابل ١٩٥٧) د پښتو pašto ويي له يوې زړې بڼې *Parsauḫ يا parsa/u څخه آره اخېستې اوستاينوميز (يا نسبتي) روستاړى āw - ورسره نښلول شوى دى. (سکېرو ٣٨٤) براندنشتاين (١-٢) مخ د دغې بڼې آره په يوه ځاينوم پسې وړي چې پرسواش Parsuaš اثوري انډول يې Parsu او يو ناني پرسيس Persis، هخامنشيانو پارس Pars بللى او اړ يکنوم يې pārsa (پارسي يا د پارس استوگن). پهلو Pahlaw ټبر نوم چې پهلوي ورسره اړوندي لري، هم په زړې بڼې پر ثوه Parθawa پسې ځي (براند نشتاين ٦٤). 

پروفېسر مور گنستيرن (EVP ٦١) بيا پښتو pašto له زاړه *Parštawā-> ښځينه ستاينوم څخه منځته راغلې انگېري او دغه ستا ينوم له parštu- څيز نوم (اسم) څخه؛ د هېرودت له پکتوېس سره يې اړيکى هر گوره ردوي چې Las- sen او Jackson ورته په ناسمه توگه له اوسني پښتون(tun Paš)،په نورو ټکو، پختون  (paxtun) سره  تړاو ورکړى  او زموږ دود يزو پوها نو پرې تراوسه ټينگارکړى او د ريگويدا له پکهت (!) سره يې هم پرتله کړى دى (حبيبي، پخ٢٠٧؛  کهزاد٩٠-٩١)،  لکه څنگه چې  په (پښتو او پښتانه...۵۸۶) کې پرې رڼا اچول شوې، دغه اړوندي او پرتله (قياس) پر ژبپوهنيزه کنډه سم نه خېژي، که څه هم اېتنو لوجيک اړخ يې څه نا څه  اټکلېدای شي، بياهم  زيات غور او پلټنې ته اړتيا لري. دلته د پښتو له دويمې مانا "پښتونولي" سره څه کار نه لرو.

- پښتون Paštŭnpaštŭn, paštun, paxtŭnpaxtŭn)
پښتون له خپل ژبني نامه "پښتو" سره گډه آره او ريښه لري او لکه څنگه چې پښتو يوه ساکي ژبه گڼل شوې، دغه راز پښتون د دغې ژبې د ويو نکي په توگه هم له سکه (ساکي) ټبر سره اړوند بلل کېږي. د آر پوهې (اتېمولوجي) او تار يخي غږ پوهې (فونولوجۍ) له مخې د پښتو آره- *parsa uah يا parsa/u اټکلېږي چې āw- روستاړى پرې ورزيات شوى او د پښتون *prstānā(h) او يا هم parsa wānā کېدون درلود اى شي، ځکه په دواړو نومونو کې -rs -، په بله وينا، –rst- (-ښت-) اوښتي دى، په پښتون  tun pas  کې بيا له دود سره سم –u- د زاړه a -- ،په نورو ټکو، - un  - د –an- يا –ana- استازي کوي. 

که د دواړو وييونو آره د Pārsa (پارس او پارسيان) پر ځاى دويمه کېدونې آره اوېستايي paršta- "شا" راواخلو چې سانسکريټ انډول يې *Prstha- "شا، اوچت، لوړتيا" راځي، نو د پښتو ن زړه بڼه- *prstā nā(h) بيا "غرنى، او چت يا جوت او وتلى" مانا ښندي، د پټهان تر څنگ د (پښتون) دوه (زاړه) هندي روهي او روهيله انډولونه هم  ور ته (غرنی) مانا ښندي؛ پښتو پښت (نسل) ورسره هم نژدې بر ېښي. (مورگنستيرن EVP ٦١ ، سکېرو ٣٨٤ ، مکنزي ٥٤٩). پټهان pathan بيا له ډېر گړي (جمع) پښتانه peštāna ، په بله وينا، paştāna څخه منځته راغلى چې شمال لويديز پراکرېټ (تر سانسکريت راروسته منځنۍ هندي) راخوندي کړى دى او په اوسنيو هندي ژبو کې تر اوسه يو گړي (مفرد) "پښتون" ته پټهان pathan ويل کېږي (د مورگن ستيرنې هماغه اخځ او مخ).

 د هېرودت پکتوېس Πaχтvεs او پکتويکي paktuTke (پښتونخوا) نومونه ورسره، لکه د پښتو په برخه کې چې وويل شول، کوم فونېتيکي اړخ لگولاى نه شي، بلکې د بتليموس، په بله وينا، په نورو يوناني سرچينو کې له راخوندې شو يو ټبرنومونو parsuētai, pársioi, pārsava, pārsa سره سمون خوړلاى شي. (د زياتې څرگند تيا لپاره:  د زيار پاسنی اخځ) د "پښتون" نور څرمه نومونه (افغان يا اوغان، روهي، روهيلي، سلېماني) هم د پټهان غوندې د نورو له خوا پرې اېښوول شوي دي. پښتون له پښتو سره پر همر ېښه والي سربېره ژبتوکميز او ژبټولنيز تړاو هم لري، لکه چې وايي: پښتون هغه دى چې پښتو لري، نه هغه چې تشه پښتو وايي.


۲-  پښتو پښويه (گرامرGrammar)

ما (پښتو پښويه،۱چاپ (۱۳۶۲ل.۱مخ؛ ۲چاپ ۱۳۸۲ل ۷.مخ) د ((سوسوري)) ليدتوگې له مخې ژبني توکي ياوييونه (نه ليک) داندونو، انگېرنو... استر بللي چې هر گوره، اوس د چومسکي له ليدتوگې سره سم داسې وايم: بهرنۍ، کارو نيزه جوليزه يا مخبنايي ژبه د دننۍ مجردې، ذهني، يا بېخبنايي ژبې يو توکيز (مادي) استر دی (←همداراز: مورنۍ ژبه او نورې ليکنې).داچې د دغه لوَست کتاب  لومړی چاپ تر ډېره پر رغښتي ليدتوگه ټيکاو درلودی، دوه لامله يې لرل، يو داچې ما خپلې لوړې زدکړې د سوسور د  ټاټوبي(سويس)  په ((برن)) پو هنتون کې ترسره کړې او استادان مې  له آره د سوسور رغښتي ښوونځي پليوني ول، او ان  د ستر ناروېژي استاد مورگنستيرن په گډون  د المان، انگلستان، فرانسې... ...مېلمانه ستادان هم همداسې درواخله؛

 بل لاسوند يې داچې د چامسکي پسر غښتي ليدتوگه  له ټول نويوالۍ او  کره والی سره سره د شاگردانو لپاره پېچلې وه.  خو دويم (۲۰۰۳) او درېيم (۲۰۰۵) چاپ مې تر ښايسته ډېرې کچې له پسرغښتي ليدتوگې سره همغږې کړه. ،.استاد تږي  زما په ډېر ټينگار د ژبپوهنې ډاکترۍ لپاره امريکاته ولاړشي، خوله را ستنېدا سره  د  پښتو کړگړپوهې (فعلي صرف)  د ترڅو لکچرونو روسته بيرته له امريکايي مېرمنې سره  خپل دويم هېواد ته  ستون شو.

هلته يې  له يوې امريکنۍ سره په گډه تش پر يوه پښتو خودآموز ډوله گرامر بسنه وکړه. که نه، له ماسره يې منلې وه چې د چامسکي د پسرغښتي پښويي، په رڼـا کې د پښتو هغې گرامري برخې ته پراختيا ورکړي، خو د امريکاغږ رېډېو يې  را ته پرجهادي مورچل بدله کړه، که څه هم دی د پوهاند حسن کاکړ او نورو  همزو لواو همپېرو (همعصرو) پرخلاف خپلې ((کميونېستي)) اندتوگې ته ترپايه  پالوال (وفادار) پاتې وو.

۳- پښتو ليکلار 
دا د نوې کړنيز (تطبيقي) ژبپوهنې پښتو نښير دی چې لومړۍ پلا پر۱۳۶۰ل.  د  ننگرهار پوهنتون  له خوا د مرستيال لوست (ممد درسي) کتاب په توگه ... د هغو ښاغلو او آغلو د پوهاوي لپاره چې  د يوې _ كره ليكنۍ پښتو په اړه ورته زموږ  ټولې څانگيزې علمي هاندو هڅې بيا هم سمې او اړينې نه برېښي، ځا نگړې او خپلسري يې بولي، پر همدومره غبرگون بسنه كوو چې دغه ربړه او ټو لې ورته ژبنۍ ربړې او مسالې نورې د كابل پښتو ټولنې يا پېښور پښتو اكېډ ېمۍ د زاړه نا پوهنيز دود "ټولپوښتنې (رېفرينډم)" پر ځاى په نوې ژبيوهنه هو ار ېداى شي او يوا زې په  نويو ژبپوهانو اړه لري، نه  په دوديزه ژبپوهنه، او بيا د زړې او نوې ژبپوهنې په پېښاووانو او اماتورانو.  

د  (۱۳۶۰ل) پښتو ليکلارې پسې زموږ  د ۱۳۸۶( پښتو ليکلارښود) د هماغه ژبپوهنيزې چلندلارې (پروسيجر) پر بنسټ رغېدلى چې له  ژب-ټولنيز اړخه پر ۱۳۵۳ ل.كال د اروا ښاد علامه حبيبي تر مشرۍ لاندې د يو شمېر دودېزو او نو يو ژبپوهانواو ليكوا لو په يوه غونډه كې لاسليك شوى او د۱۳۵۵ل د لړم په مياشت كې د  پښتوټولنې تر پخلي او منښتې روسته د ۱۳۵۶ ل. کال په لومړ يو كې د اړوندې اوونيزې "زيري" او بيا پلوشې مهالنۍ خپور كړى وو.


۴- پښتو وييپوهنه
تر پښويې  روسته دا د نوې پښتو ژبپوهنې دويم تيوريک نښير (اثر) دی چې ما د خپل ډاکتري  تېزس پر بنسټ کښلی:  لومړی  ځل دکابل پوهنتون له خوا د پښتو ژبې او ادب  د لوست کتاب (ټکسبوک) په توگه  پر۱۳۶۰ل.  ، دويم  ځل  له غځېد لی  بڼې سره پر ۱۳۶۰ل. د مومند (جلالاباد)، او لا غځېدلې او کرولئ درېيمه  بڼه يې پر ۱۳۹۶ل. کال د دانش  خپرندويې ټولنې (کابل) له خوا  له چاپه راوتلې ده.
دولت لودين له روسي راژباړلی انډول يې د (لغت پوهنه)، همداسې يې د بل رو سي د لنډ پښتو گرامر ژباړه درواخله؛ هسې خو نور درې څلورو په تاريخي ژبپو هنه کې کانديددوکتور کاغزونه له شوروي راوړي ول، خو همدومره ژباړې يې پر پښتو و نه لورولې.

۵- پښتو بدلمېچ 
   (پښتو شعر څنگه جوړېږي؟)
دغه کتاب د کړنيزې (تطبيقي)  ژبپوهنې او په نومېرلي (مشخص) ډول د پخواني شوروي پښتو پوهاند چې پښتو شعر له (سېلابو تونيک) رغښت
له کبله بويه د عربي او پارسي عروضي (مېتريک) سېستم پرځای له پښتو غږپو هې  سره همغږي  شي، په نورو ټکو، پښتو (phonetics) او (poetics) سره غاړه غړۍ کول په کار دي. لومړۍ  بڼه يې، که څه هم   د پښتو ماسترۍ د (منظومو متنو نو) لکچرنوټونو يو ازمايښتي ټولگه وه، خو  د کورناستي (ريټايرډ) استاد رشاد له سخت غبر گون سره مخ شوه: ((ما د ادبي فنونو او بيا عروضو په تدريس او تحقيق کې ږيره سپينه کړه، داهم رانه زيار واخېستل!))؛ له دې يې بيا څه باگه نه وه چې له دويم غځولي او کرولي ۵۳۲ مخيز  چاپ سره  به يې په پوهنځي کې د ((ادبي فنونو))  پاتې (بديع و بيان) کمبله هم ورټولوم، او په هغه لړکې د ارواښاد استاد له پاتشونو څخه  يوازې د ((قافيې عيوب)) دوه نيم زرمخيز سمبټ   تر اوسه  ناچاپه  پاتې دی؛ ځکه راروسته  دويم او درېيم پښت شاعرانو نور د قافيې ((با ستيل)) په ړنگولو پسې راخېستې ده .

۶-پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې
(له ساکي مخينې سره)
دا علمي نړۍ ته پوه څرگنده چې تاريخپوهنه او تاريخ ليکنه  نن سبا تر بلې هرې ټولنيزې پوهنې له ژبپوهنې سره زياته ټينگه او ترينگه اړوندي لري او په همدې کروالی او بشپړوالۍ موندلای شي. د استاد مورگنستيرن پر ۱۹۷۵ ز. کاله په
کابل پوهنتون  پښتو نړيوال سېمينار په خپله ((حجه الوداع)) وزمه ويناکې دا ډا گيزه کړه:  زه له څه باندې آرياني او بيا پښتو څېړنو پلټنو روسته  دې پايلې ته ورسېدم چې پښتانه  د څلورو (پارسي، پارتي، مادي)  آرياني ټبرونو تر څنگ  له پېنځم (ساکي)  ټبر پرته له کوم بل توکم و ټبر سره تړاو نه شي درلودای، او  همدا سې يې ژبه (پښتو)  له ساکي ژبې له  نمسۍ پرته بله  نيا انا نه شي لرلای! 

ما همدغه تېزس  له هغې راهيسې پرمختيا ورکړه ، تر سره کړو او خپرو کړو ليکنو څېړنو ته  کتابي بڼه ورکړه او پر ۲۰۰۱ مې  چاپ ته وسپاره. داچې دغه ژبتوکميزکتاب  د ژبپوهنې تر څنگ تاريخي برخه هم پوره غوښنه وه، په څو کلو کې وپلورل شو او دانش خپرندويې  ټولنې په ټينگار مې  له پېنځلس کلنو څېړنو او کرونو سره تېر کال چاپ ته وروسپاره. هيله ده، د سېمينار ملگري يې  زما د اثا رو په ستېن کې له نژدې څخه وگوري او لږ تر لږه يې د نورو استادانو سريزې، چار تونه او دايگرافونه تر ځغلندې کتنې تېر کاندې.

۷- د پښتو سيندگيو (ډېکشنريو) لړۍ
د نوې   کاروني ژبپوهنې (applied linguistics)  او بيا سيندکښنې  يا قاموس ليکنې(فرهنگ نويسی  lexico graphy) په لړکې زما يو لړ (منځني او جيبي سيند گي ډېکشنرۍ  دا ويي ډولونه رانغاړي: 
هممانيزونه، نويزونه او  د سربلونو او وستربلونوپښتو- انگرېزي او د آرپوهيز
(اېتېمولوجيک)سيندگي لومړی ټوک چې بشپړ نوملړ يې زما د ((اندوژوند))  او اثارو په ترڅ کې وړاندې شوی؛ 

په هغو کې زما د پوهاندۍ پنډ و پېړ. ((فرهنگ پشتو- دری)) د کور گډو جهادي  ډلو ټپلو له خوا له درو نسخو سره تارومار شو_  د ناچاپو اثارو په لړکې مې څه باندې سل ټوکه گړدودي څېړنې هم  د يادونې وړ دي چې هيله ده، ديونسکو- سويس له خوا يې د ((افغانستان دژبپوهنې اطلس))  په ترڅ کې زما پر ژوند له چاپ راووځي چې اړوند پراپوزال يې  د هېوادمشر اشرف غني احمدزي ته وړاندې شوی دی.

۸- پښتو او غږيزه ابېڅې            
دپښتو او ټولو افغاني ژبو لپاره يوه يوازېنۍ کره منل شوې او کارول شوې نړيواله ابېڅې (Int.alphabet)

The International Phonetic 

غږيزه يا  فونيميکي ابيڅې (الفبې) چې ختيځپوهانو، هغه هم آريانپوهانو او بيا 
اروپايي پښتوپوهانو د نړيوالې غږيزې ابېڅې 
[Alphabet International Phonetic]
پر بنسټ  له نژدې يوې نيمې پېړۍ راهيسې د پښتو لپاره ټاکلې او پر کار اچولې ده.  نړيواله  هغه هم  د نولسمې پېړۍ په روستيو کې يانې د نوې ژبپوهنې او هممهاله د پښتو ژبپوهنې (د نوميالي فرانسي جېمز دارمستېتر له خواله۱۸۸۰  تر۱۸۸۸ د پښتو غږپوهنې او آرپوهنې له کښنې سره) رادود شوې ده. نړيواله هغه بيا پر۱۹۵۳ کال له دې يادونې سره دويم ځل چاپ شوې ده: 
(Courtesy of International Phonetic Association, University College, London. W.C.I. Reprinted by permission.)

پښتو دا د (( افغانستان ژبپوهنې اطلس)) د څه باندې دېرشو افغاني ژبو (۲۸۴ گړدودونو ) لپاره کارول شوې ده. د دغه اطلس لسکلنه پروژه  دنړيوال فرهنگي سازمان (يونسکو)  په سپارښتنه د دارمستېتر  او بيا گايگر د شاگرد نوميالي  ناروېژي پښتوپوهانداستاد ((گيورگ مورگنستيرن)) او زما د سيده سويسي استاد(( ژارژ ردار)) تر لارښوونې زما او دوه نورو ځوانو ژبپوهانو له خوا تر سره شوې جې د چاپ چارې يې د پروفېسر ردار له اوږدې ناروغۍ او بيا مړينې (۲۰۰۳) راهيسې د برن پوهنتون د آريانپوهنې  په څانگه کې بشپړتيا او چاپ ته سترگې پرلاره ده.
ما اړونده ابېڅې پر۱۳۵۵ لمريز کال  د  لوی استاد حبيبي تر مشرۍ لاندې د زړو او نويو استادانو غونډې ته وړاندې کړې او تر هوکړې روسته پښتو ټولنې په خپل رسمي اوونيزې ((زيري)) کې خپره کړې وه، خو د کوم تش په نامه ژبپوه په لاسوهنه له شپږ دېرشو څخه شپږ څلوېښتو سېمبولونو (توريو) ته رسولې چې زموږ له معياري لارښود سره هيڅ سمون نه خوري او په کار ده، پر هماغه آر بڼه په پام کې ونيول شي.
 له بده مرغه جې تر اوسه يې د پوهنو اکادېمۍ په اډانه کې په هماغه اړولې  بڼه   په سيندونو(قاموسونو)کې د وينگ (تلفظ) په موخه پر کار اچولې ده. بيايې هم  ما  دهماغې آرې بڼې د ور ځايناستي کولو  لپاره  زما هلې ځلې روانې دي او ډېر ځوان علمي غړي مې همغږۍ ته راهڅولي دي. 

په دغه ترڅ کې دوه (ښṣ- ږẓ) سېمبوله  تش په کندهاري گړدود اړه لري چې  پر وړاندې يې زموږ اروپايي پښتواستادانو د منځنۍ پښتو (ښx̌ - ږ ğ ) کره بللي دي. د همدغو دوو توريو په پام کې نيولو سره  د ٌ زيارٌ په نامه دالاندې  رغو لی   فونيميک فونټ د (قاموسونه آنلاين) د نوښتگر گران احمدولي اڅکزي څخه غوښتلای شئ!

غږيزه ابېڅې (فونيميك الفبيټ)



خجنښه(-َ):  چې د واوېلي تورو پر سر اچول کېږي، لکه (á).
د عربي ځانگړي توريو(ث،ح،ذ، ص،ض، ط،ظ، ع، ف،ق، ء) فونيمي 
سېمبلونو کارول يوازې  په قرآن او حديث کې اړين دي چې  فونټ يې بياهم له ښاغلي اڅکزي  [e-mail:wali achakzai@] راخپلولای شئ!


۸- يوه پښتو-كره پښتو
يا
يوه كره پښتو ليكلار
دا خبره چې پښتو ولې لاتر اوسه د نورو يادو نړيوالو او بيا گاونډو ژبو پر خلاف په سمه توگه يوه يوازينۍ كره ليكنۍ بڼه نه لري او ډيرى ليكوال يې لاتر اوسه د خپل خپل سيمه ييز گړدود، په بله وينا، د خپلى سيمه ييزې گړنۍ پښتو ښكار ندويي كوي او په دې توگه دغې ژبې لا په سمه توگه له گړني او گړدودي دريځه يوه كره ليكني ژبني دريخ ته لوړتيا نه ده موندلې، دك و دليل يې دادى چې دغې ژبې لا هاغومره علمي _فرهنگي پرمختگ نه دى كړى او له دې سره ورته هغومره اړتيا هم پيدا شوې او ننگېرل شوې نه ده. دا چې دغه ژبه بيا په علمي_فرهنگي سيالۍ کې ولې پاتې راغلې، لاسوند يې د "پښتني"ټولنې ټوليز بشپړتيايي بهير (تکاملي پروسې) روسته پاتېوالی  دى.

که پښتوکومه لږه کۍادبي- فرهنگي مخينه مو درلودلې، هغه هم په سل کې اتيا-نوي د همدې تربرې ژبې تر اغېز لاندې پاتې شوې ده. سرغاړي يوازې د پردو لا سوهنه د نه برابرۍ او نه سيالۍ لامل انگېري، او له  دې ترخه واقعيته ځانونه نه خبروي چې  پښتو له  ژب- ټولنپوهيز، په نورو ټکو، له سيمه والۍ او ټبروالۍ له پلوه ((زبان محليlocal language))  پاتې شوې او همدوی پخپله نه غواړي، مو ر نۍ پښتو يې د پارسي ژبې په څېر ديوه ((غورځنگ)) له لارې له بېلابېلو ټبريزو - سيمييزو رنگا رنگيو څخه ((يوې- کره ليکنۍ ژبې)) ته لوړتيا ومومي.

له دې لامله دا كومه هېښنده او نادوده پېښه نه ده، څومره خنډونه او كركنډې چې د پښتني ټولنې د بېخبنايي بشپړ تيا يي بهير مخې ته پراته دي، هماغومره يې د ژبې او فرهنگي مخبنايي بهير مخې ته هم پراته دي. 
موږ په غړولو سترگو وينو چې پښتني ټولنې لا په ټوله نومهالې مانا له بې شمېرو خېلونو او ټبرونو يوه يوازيني ولس (ملت) ته لوړتيااو بشپړتيا موندلې نه ده، ، نو څنگه كېدلاى شي، ژبه يې په رښتينه مانا له بېلا بېلو بې شمېرو ټبرنيو او سيمه ييزو گړدودونو څخه يوې يوازينۍ ژبنۍ او بيا كره ليكنۍ بڼې ته لوړتيا ومومي؟

هو، هماغسې چې ټولنيز بشپړتيايي بهيرونه له آگاهانه هاندو هڅو سره گړندتيا او پراختيا مومي، دغسې ورسره تړلې مخبنايي هغه هم په آگاهانه او ځانخبرې تو گه گړندي كېداى شي. همدا خبره وه چې د افغاني، په بله وينا، پښتني ټولنې د روستيو ټولنيزو او بيا فرهنگي پر مختياوو له يوې واريزې چټكتيا سره د يوې كره ليكنۍ او خپرنۍ پښتو ځنډن او خنډن بهير هم يو واريز غورځنگ ته راگډ شو، پراختيا او پرمختيا يې وموندله او دادى، له ښه مرغه په ټول شور و زور پرمخ درومي او پرله پسې بشپړ تيايي پړاوونه وهي.

نورې دا ببولالې زړې شوي دي چې هر څه دې د مهال عادي بهير ته پرېښوول شي. كه دغه آر د منلو وړ واى، نو ولې به دا دومره ټولنيز او فرهنگي اوړونونه او غور ځنگونه را منځته كېدل. رښتيني روښاندي بښتانه اوس په دې پوره پوه شوي چې په گردو بېخبنايي او مخبنايي ډگرو كې يې له نورې پرمختللې نړۍ سره سيالي او هملاري په آگاهانه او ځانخبرو هاندو هڅو سره كېدون موندلاى شي او په دغه لړ كې د يوې داسې كره ليكنۍ پښتو په سمبالونه چې په دغه سيالۍ او هملارۍ كې يې رښتيني مرستندويه شي.

د يوې يوازينۍ كره پښتو د رښتياينې او سمبالونې لپاره چې كومې پرله غښتې ژبپوهنيزې هلې ځلې په روستيو دوه_درو لسيزو كې ترسره شوې، هغه ټولې د ليكونكي له خوا پر خپل خپل مهال څېړل شوې او ارزول شوې او له بېلا بېلو لارو د زدهكړه والو او ليكوالو د گټې اخېستنې لپاره وړاندي شوې دي، چې د بشپړې كتابي بڼې" پښتو ليكلار" تر لومړي چاپ (۱۳۶۰ ل) راوروسته يې دغه اوسنى لار ښود د هغو گردو ليكوالو، پوهانو او زده كړه والو د پرله پسې غوښتنو او سپار ښتنو يو غبرگون دى چې د جنگ و جهالت ځپلي هيواد پرېښوونې او يا يى بيا رغونې ته اړ شوي او د پښتو ليكلار په گډون يې بشپړكتابتونونه ترشا پرېښي
دي. دا هغه پښتو مين پښتانه دي چې د خپلې ژبې او ژبني فرهنگ رښتينى پر مختگ او د نړيوالې علمي _تخنيكي سيالۍ لپاره يې جوگه كېدنه ددغې ژبې ليكنى يووالى او كره والى لومړنى او بنسټيز آروآړ (اصل و شرط)گڼي او همزمان يې د ملي رغښت او يووالي پيلامه.

د تشريحي او تاريخي  پښتوژبپوهنې په رڼا کې نيم پېړۍ ييز سېستماتيک معياري غورځنگ
د يوې يوازېنۍ- کره ليکنۍ پښتو

ښځې (ښځي)، دی(دئ، دو)، مې،دې (مي،دي) ...                          

د /ښ/ پر بنسټ
څلورگونې  گړدودي ډلې:  (۱) سوېل- لوېديزه يا کندهارۍ ډله ښ= سخت شين(۲) سوېل- ختيزه ياکرلاڼي ډله ښ=ش  (۳) شمال- ختيزه يا ننگرهارۍ- پېښورۍ ډله ښ= خ او (۴) منځنۍ يا غلجايي ډله ښ= نرمه خ ، جغرافيايي وېش يې په لاندې ډول دی: 



اخځليک: ليکلارښود(يوه پښتو- کره پښتو)، پښتوپښويه (گرامر)، وييپوهنه او وييرغا ونه،  پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې- لسم څپرکی، سبک او سبکپوهنه، شپږ يا گانې- درې واوونه او درې هې گانې... (زيار)
زړه پانگه+ پښتو پانگه (دوست)، وييزېرمه (صميم)، پښتوليکلار (پېښور پوهنتون) او نور.

چلند لار (پروسيجر)
پښتو، لكه د نړۍ بله هره ژبه د غږيزو او مانيزو پيلامو يا سېمبولو (لغاتو) د يوه غونډال (سېستم) په توگه د خپلې ويونكې "پښتني" ټولنې له خوا د خپلممنځي پوهاوي لپاره ويل كېږي او اورول كېږي. اوسنۍ پښتو د نورو خپلوانو (آرياني) ژبو په څېر د خپلې پرمختيا په درېيم پړاو يا پېر(دور) كې ټيكاو لري چې له لسمې زېږدي (ميلادي) پېړۍ راپيل شوى او تر اوسه پر مخ ځي. تر دې له مخه د منځنۍ پښتو پېروو چې اوږدوالى يې لږ تر لږه دولس پيړۍ اټكلېداى شي.

پښتو گړدوددونه (لهجې) پر څلورو غورو ډلو وېشنه مومي: (۱) سوېل_لويديزه پښتو،(۲)سوېل_ختيزه پښتو (۳) شمال_ختيزه پښتو او (۴) منځنۍ پښتو.
يوه_كره پښتو لكه يو _ټوليز_كره گرامريې د بېلا بېلو گړدودونو يو داسې غور چاڼ (گلچين) دى چې د ليكنۍ اړتيا له مخې يې د شاعرانو او ليكوالو له خوا بنسټ اېښوول شوى او پر له پسې يې بشپړتيا موندلې ده.

خو له يوې پېړۍ راهيسى چې پښتو خپرني ډگر ته راگډه شوې، دغه بهير يې هم گړندى شوى او په دې لړ كې يې له هغو زياتو آگاهانه او پر له غښتو ژبپوهنيزو هاندو هڅو سره چې له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې يې د يوه ((فرهنگي غورځنگ)) بڼه غوره كړې، خپل لوړترين بشپړ تيايي پړاو ته رارسيدلى او همداسې پسې ورځ پر ورځ مخ پر بره درومي. دا چې يوه_كره پښتو د ليكوالۍ او خپراوي په بهير كې را دود شوې او په دې توگه لاسم له لاسه په ليكوالۍ او خپراوي اړه لر"يوه_کره_ ليکنۍ پښتو" هم بلل كېږي.

يوه كره_ليكنى پښتو پر دوو ټوليزو او غورو بنسټونو ټيكاو لري. (۱) رغاونيزه يا گرامري يو رنگي او (۲) ويي پانگيزه (لغوي) رنگا رنگي.
رغاونيزه يا گرامري يو رنگي دا مانا چې د وينگ (تلفظ)، اوازپوهې، گړپوهې (صرف) او غونډله پوهې (نحوې) په برخه كې له څو بېلا بېلو گړدودي ځېلونو (وا رينټو) څخه هماغه يو ځېل غوره كړشي او وكارول شي چې تر نورو يې تاريخي مخينه يا دويونكيو شمېره زياته وي. يا يې هم ليكنۍ او خپرنۍ مخينه او دود والى ډېر وي، همدا راز يې لنډون، وينگ او خوږوالى او بيا با قاعده والى او نه گډون په پام كې نيول كېږي: لكه له نوسي، لمسي او نمسي څخه وروستى دا، او يا له ورسيد،ورسېده، ورسېدو، ورسېدلو،ورسيدئ، ورسېدلئ، اورسېدو، اور سېدلو...څخه ړومبى دا.

ويي پانگيزه رنگارنگي
په دې مانا چې په يوه_ كره_ليكنۍ پښتو كې په دغه اړه له غورچاڼ يا په ملايي نومونه (انتخاب و اطراد) څخه كار نه اخېستل كېږي، بلكې د يوه ويي (لغت) ټول هممانيزونه (مترادفات) رااخېستل كېږي، لكه تيږه، ډبره، گټه، كاڼى، غرگى، كمر... داځكه چې په لږو ډېر مانيز بدلون سره راز راز كارول كېداى شي: تيږه د عا مى تيږې (سنگ)، ډبره د كاني (معدني) تېږې، گټه د ودانيزې (تعميراتي) توكي ، كاڼى د آسماني تيږې، غرگى د گردې تېږې لپاره چې د يو څيز د اوړه كولو يا ميده كولو لپاره په كارېږي او داسې نور. دغه هممانيزونه د گرامري وارينټو پر خلاف ژبنى او ليكنى يووالى او كره والى نه ژوبلوي، بلكې لايې پراخوي او بډايه كوي.

د يوې كره_ليكنۍ پښتو وييپانگه، لكه نورې ژبې له څلورگونو خواووڅخه رابشپړېږي:
(۱) گړدودي وييونه يا گړوېزونه،(۲) لرغوني يا اركاييك وييونه او يا زړوېزونه، (۳) خپللاسي يا مصنوعي وييونه يا نوېزونه او (۴) پوريا مستعار او د خيل وييونه، يا پوروېزونه.

په دې توگه ړومبني درې ويي ډولونه د پښتو وييپانگې خپله نږه پانگه گڼل كېږي او څلورم دا له نورو (پارسي، هندي، عربي، انگرېزي، پرانسي...) ژبوڅخه راپور شوي او دود شوي دي. مانا دا چي ټوله وييپانگه په سل كې ۷۵ په پښتو اړه لري او په سل كې ۲۵ په پرديو ژبو. تر ۲۵% زياته پورونه پښتو له پښتنو څخه ورو ورو پردۍ كوي او كنډيباغي (هايبرېډ) يا لږ تر لږه (اردو) ترې جوړيږي.

له نوې وييرغاونې (نيولوجېزم) سره ناباندی
لکه چې ومو ويل،  نيولوجېزم د نورو ژبو په څېر  تر گړنۍ، پخوانۍ او پورنۍ پانگې راروسته د ((يوې- کره ليکنۍ پښتو)) وييپانگې څلورمه سلنه رغوي، 
او هغه چې ورسره حساسيت لري، مانا يې داچې له نوې علمي پښتو ژبپوهنې  او ورسره ورسره سره له يوې-کره پښتو نټه کوي.  له ژبني ساينسه ناخبره بيا چې که څه ناڅه رغښتي – پښوييز يووالی، هغه هم خپل سيمييز- ټبريز خورمنځ پر بنسټ
له درېگونې پانگې سره مني، خو د نيولوجېز پرځای هم فارنېزم  پر خوارکۍ پښتو رابارول غواړي چې  ستاسې په تېر سېمينار کې د هوتک او له ځان سره يو بل ناروا شاهد (ډاکتر وزيري)  وليدل!  همغه خبره ده چې: ((قاضي  ملاماتولم خو زه نه ملامتېدم!))

د ا راز ليکوال، نه يوازې له ژبپوهنيزو آرونو (اصولو) ناخبره دي او غاړه  ورته نه ږدي، بلکې دا لږکی سول و منطق هم نه لري چې نن سبا د نويو علمي ترمينالوجيو د لروبر ترمنځ دومره واټن رامنځتهکړی چې ليکدودي دا په زکات کې هم نه را ځي، لکه: ښوونځی- سکول، پوهنځی- فاکوټي، کالج، ژبپوهنه-لسانيات، اروا پوهنه- نفسيات،  ټولنه – سماج، ټولنيږ- سماجي، ټولنپوهنه- سماجيات يا سو سيالو جي، ژوبڼ- ، ژوپوهنه- زوالوجي، تېزس ليکوال- مقاله نگار، لارښود استاد- نگران، لرغونپوهنه- ارکيالوجي، رسنۍ- مېډيا
.
ليکدود
كره ليكدود هله رښتينوالى مونداى شي چې په اړونده ابېڅې (الفبا) كې د هر غږ اوويي لپاره ټاكلى سېمبول (تورى_حرف) ولري او بيا د هماغې ټاكلې كره ژبې تر وسې وسې څرگندويي وكړاى شي. اوسنۍ دوديزه پښتو ابېڅې چې بنسټ يې پر عربي هغې اېښوول شوى، زياتره د (۲۹) گونو بېواكو (كنسوننټو_صامتو) غږونو يا اوازونو لپاره توري (حروف) لري او د اووگونو خپلواكو (واولو_صايتو) اوازو نو لپاره تش درې توري (ا، و، ى)، خو بيا هم د اوږده او لنډ (و) لپاره هماغه يوه نښه (تورى) كاروي، او د زور او زوركي لپاره گردۍ يا لكۍ ډوله (ه) بيا هم گډون رامنځته كوي. همزه (ء) يا چرگۍ (هـ) هم همداسې درواخله. گ له كړۍ (گ) سره ليكل هم يو بې سر وبوله كاردى. ځكه دا نښه يوازي د غبرگژبيزو اوازونو (ټ، ډ، ړ، ڼ) لپاره سمه راځي، چې ژبه ورسره راكړۍ كېږي، تخنيكي او اقتصادي ستو نزه هم رامنځ ته كوي.(په دغه اړه  به سېميار ته زما  نورې رالېږلې ليکنې هم تر کتنې تېرې کړئ)
سپارښتنې
د دې لپاره چې پښتو په بره او لره پښتونخواکې د ډېري- بومي ويونکيود مورنۍ ژبې په توگه خپله بشري رښته تر لاسه کړای شي، تر هرڅه وړاندې بايدگرد پښتو پال او روښاندي پښتانه د ((يوې يواز ېنۍ- کره ليکنۍ پښتو)) راپيل شوی ژبپو هنيز غور ځنگ په لومړيتوبونوکې راولي، ارت وبيرت، سراسري او گړندی  يې کاندې.
هرگوره، لکه چې وويل شول، که دغه غورځنگ ته په افغانستان کې د تېر په څېر له دويمې سرکاري((پارسي)) ژبې سره د قانوني چوکاټ دننه د يوې مثبتې ملي سيالۍ په سترگه کتل کېږي، او له دغو نا خوالو سره  سره بياهم پر هېوادني او جهاني کچ د پښتو د سرڅڼې او سيالۍ په موخه زموږ ((يوه يوازېني- کره ليکني)) غورځنگ د ډېري پښتومين کمپيوټري پښت  په  مټ اوملاتړ مخ پر بره درومي
خو لره خوا به هممهاله يوه سوله ييزه سياسي بڼه هم راخپلو ي او  په دغه تړاو به يې د اړوندو ولسپالو گوندونو او ډلو ټپلو په ملتيا تر خياباني او پارلماني مبارزې ورغځوي. داسې چې په شمالي او سوېلي دواړو پښتني سيموکې د سرا سري سرکاري ((اردو)) پرځای يا ترڅنگ، پښتو هم خپل قانوني (آئيني) حيثيت ترلاسه کړای شي!
بويه پښتو په بره او لره پښتونخواکې د ډېري- بومي ويونکيو د مورنۍ ژبې په توگه د اړوندو لږه کيو(پارسي او اردو) ژبو سره سوله ييزه سياسي او  په ځانگړي ډول بره خوا له برلاسې پارسي ژبې سره د برابرۍ په موخه  د يوه ژبپوهنيز غور ځنگ له لارې  مثبته ملي سيالي پر مخ يوسي.

باطنی: ۱۳۷۸←.  زبان و تفکر(مجموعۀ مقالات زبانشناسي. نشر آبانگاه، تهران. 
۱۹۵۷ز. کال خپل((نحوي جوړښتونهSyntactic Struc - tures)) ۱۹۵۷ز. کال خپل((نحوي جوړښتونهSyntactic Struc - tures))
چومسکی،نوم: دانش زبان، ماهيت، منشأ وکاربرد آن ۱۹۸۲. (ترجمۀ علی درزی). نشر نی، تهران ۱۳۸۰. ل/ ۲۰۰۱ز. 
يمين، محمدحسين(پوهاند)، دستور معاصر زبان پارسی دری. انتشارات ميوند، کابل ۱۳۹۰/ ۲۰۱۱م. 

Chomsky, Noam, Knowledge of Language: its Nature, origin and use.
Transl. in to Persian by Ali Darzi, Tehran 1380(2002).
De Saussure,F., Grundfragen der allgemienen Sprachwissenschaft, 
Übersetzer: Lommel,H 2. Auflage. Berlin1967.. 
                   
Langendoen, D. Terence, The Study of Syntax The Generative-
Transformational Approach to Structure of Americn English. The Ohio State University. Holt  Rinehart and Winston, INC. USA 1969.
Mackenzie,D.N.: The Grammar of Clitics. Evidence from Pashto and... 
Mario A. Pei: A Dictionary of Languistics: Columbia University. New York, USA 1954.

Saussure, Ferdinand de, Grundfragen der Allgemeinen Sprachwissenschaft. Übersetzet von H. Lommel . 2. Auflage, Walter de Gruyter & Co. Berlin 1967.

Also:
A blog by a former Wauconda resident, who moved abroad to study linguistics and hermaneutics                                                                                     
Home » F. de Saussure as the Founder of Structuralism in Linguistics
August 16, 2012 · by wauconda · in Ferdinand de Saussure in Linguistics