پښتونولي: د پښتنو ټولنيز قانونغونډ (the Pashtun code of honour)


د پښتونولۍ(پښتنولۍ) په اړه پښتنو او ختيځپوهانو لږوډېرڅه ليکلي څېړلي، خو په دې لړکې  فرانسي افغانپېژاند شارل کيفر( Charl  Kieffer ) لومړی آريانېست ختيځپوه دی چې دې سکالو ته يې د نومهالې توکمپوهنې (Ethnology)   په رڼاکې يوه کوټلې علمي- تخنيکي بڼه ورکړې ده. آر الماني متن يې له (Uber das Volk der Paschtunen und seinnen Paschtunwali) سرليک سره په برلين کې دالمان د پو هنواکاد ېمۍ د ختيځپوهنې انستېتيوت د خپلې مهالنۍ د ۱۹۷۲ز. کال څلورمه سر باندې (فوق العاده) گڼه ورځانگړې کړې چې پر هماغه کال  يې ما(زيار) پښتو ژباړه د ښوونې روزنې وزا رت په خپرني اورگان (عرفان) مهالنۍ کې چاپ ته سپارلې وه، خو پر هېواد را تپلي تور ناتار راځنې تری تم کړه. ليکوال يې چې همدا څو ميا شتې له مخه (۴-۲-۱۵) په۹۲ کلنۍ کې له نړۍ سترگې پټې کړې، اووه کاله وړاندې يو څه کېښکلې کاپي په واک کې راکړه او داده، اوس يې په خپل ژبتوکميز تاريخ کې له خپلو بشپړاندو پايليکونو سره رانغاړم.

ښاغلي کيفر لومړی د يوې کوټلې سريزې په ترڅ کې د دارمستېتر،  گايکر او مور گنستيرن پر پليونۍ  د پښتنو د آرې (منشأ) او تېرمهال ووسمها ل په تړاو سامي- يهودي افسانه او د هېرودت (Herodot) پېنځه ځله ياد کړی پکتوېس (αϰτυεϛ Páktues/π) له فېلالوجيکي پلوه ردوي. خو پر وړاندې يې د ځمکپوه او ستور پوه بتلېموس (Ptolemäus) پرسوېتي (Parsuētai) له پښتو تاريخي غږپوهنې سره  سم  بولي او داپخلی  يې کوي چې دغه  وگړي د پاروپاميزاد (هندوکښ او نورو شاوخوا هسکو دنگو...) غرونو اوسېدونکي بللي دي.-(سکېرو هم پرخپل وار په دويمه پېړۍ کې د دغه يوناني له خولې داه ليکي: پرسويتيانو= پښتنو خپل آر ټاټوبی له اراکوزيا او هېلمنده د سلېمان غرونو او غزني- کابل خواته وغځاوه).

 استاد کيفر همداراز  د پښتون دويم نامه (( افغان )) تاريخچه  هم  په لنډوراخلي  چې ړومبۍ پلا هندي ستورپوه (Varāha Mihira) د۶ ز. پېړۍ له پيل سره  په خپل نښير

(Bŗhat- samhitā) کې د(avagāņa) په بڼه يادکړی دی. پخوا د لوگراورمړو پښتون  د کاش (kāš) په نامه ياداوه،چې اوس يې دانوم گړسره هېرکړی(او پښتون يې بولي) ، هرگوره، د ځا ينوم په توگه لږو ډېر مخې ته راځي، لکه د قلات خواته د کاش kāš)،يا د گرشک خواته دکاشي (kāši) په بڼه. عرب يې  په دې سليماني (Solaymāni) بولي چې د سليمان د غرونو اوسېدونکي دي . لومړی ځل  هم البيروني(۹۷۳-۱۰۵۰؟) د

-2-

دغو غرونو استوگن بللي دي. همداراز ( دوست، تږی،طرزي...).   

استاد کيفر زياتوي چې پښتانه پخپله ځانونه په همدې نامه يادوي، او نالوستې پارسي ژبې او تورکي ژبي پرگنې يې زياتره افغان اوافغانان بولي،د يولړځانگړتياوو له پلوه له نورو وگړو او توکمونو څخه توپير مومي. دوی له آره د داسې ټبرونو يوه ټولگه ده چې پرکهولونو (کلانونو) وېشل کېږي.  کهول يا کلان (clan) له کورنۍ سره توپير لري؟ کورنۍ له ښځينه او نرينه دواړو جوړه ده، خو کهول د څوکورنيو نرينه ډله ده چې  په يوه پلار يا نيکه اړه لري. کهول  د لويو وړو  غړو کورنيو د شمېرې له ډېرېد نې سره پرلپسې ځان پراخوي او غښتلی کوي، او له دې سره (پر ټولنيز دريځ سربېره)  سياسي هغه (هم) راخپلوي.(۱)

هر  يوگړی غړی خپل شتون دننه په کهول کې ويني، خو د کهول په  بېلاريوکې  ژمن او پازوال ( متعهد اومسؤول) دی. همدارنگه کهول هم پر خپل وار د هر غړي د ناوړه چال چلند يا بدورديو پازوالي (مسؤوليت) پر غاړه لري. د ساري په توگه، که د کهول يو غړی کوم  جرم و جنايت وکړي، د هغه پرځای کهول ته گوته نيول کېږي او کهول يې هم پړه پرغاړه اخلي.

د مورال ياکړووړو (اخلاقو) له پلوه هم يو د يوه غړي ښه او بد د کهول له خوا ارزول کېږي او پخپله غړی پکې نقش نه لري. د غړي لومړۍ دنده داده چې  په هر اکر بکر (حال احوال) کې  له کهول سره خپل اړاو تړاو ټينگ  و ترينگ وساتي.

خو داسې هم نه ده چې  يوگړی (فرد)  خپل ارزښت، درنښت يا ځلښت (درخشش) نه شي لرلای ياترلاسه کولای شي. هرڅه ورته د پښتونولۍ هغه دويونه (قوانين)  ور په برخه کوي ، لکه (توره) او( مېړانه) .

 توره (túra) ، وييزه مانا يې (شمشير) ده او دپښتونولۍ د يوه قانون له نومونې(ترم) سره سمه (تورياليتوب، زړورتيا، غيرت) جاج ومانا ښندي. داسې چې هر پښتون له  دغې ځانگړتيا سره توريالی بلل کېږي، په نورو ټکو، دغه نوم گټلای شي. ان تر دې چې  (توريالی) د يوه غوره وگړنوم په توگه هم دود موندلی دی. دغه وياړلي ستاينوم له ډېر درنښت وگرا نښته  لنډيو ته هم لارموندلې ، لکه د يوه پېغلې يا مېرمنې له خوا په دې بېلگه کې:

 تر توريالي مين به جار شم- په تار د زلفوبه کفن ورته گنډمه ۲)

خون (xun) يا(بدل)

((خون)) يو پارسي  پورويزی(مستعار لغت) دی اومانايې (وينه) ده، خو د يوې نومونې (اصطلاح) په توگه د پښتونولۍ هغه قانون دی چې  پښتنو ته د بدل (غچ يا کسات)اخېستنې رښته ور په برخه کوي (نن سبا خون په پښتوکې  زياتره د قتل په مانا کارول کېږي او د پښتونولۍ د يوه قانون په توگه يې پرځای غچ، بدل او کسات کار ول کېږي). دا قانون څو اړخه لري:

که يو سړي بل وو ژني، يو خون گڼل کېږي؛ که پر وژنه سربېره ترې ټوپک هم واخلي، دوه خونه گڼل کېږي؛ د يوې ښځمنې وژنه نيم خون شمېرل کېږي؛ د يوه همسايه (۳) وژنه هم نيم خون بلل  کېږي؛ يو غاښ ماتول، يايوه لاسگوته يا پښې گوته  پرېکول د خون لسنه هومره ارزښت لري؛ د يوې سترگې اېستنه او ياغوږ پر ېکونه نيم خون گڼل کېږي؛ دواړې سترگې اېستل يو خون او ژبه پرېکول هم پوره يو خون او دا سې نور (دلته ښايي پښتنو له مسلمانېدوسره يونيم  شرعي آر هم  راگډ کړی اوسي).

 که څوک له بېزړه توبه  په تېښته کې وي او د بل چا له خوا په شاکې د چاکو  چاړه  په وهنه (گوزار) مړشي، دومره درون جرم نه گڼل کېږي. دا خبره هم پاموړ ده  چې  که د بلهاري کهول د وژونکي  له کهول سره (د نورو هغو په منځگړتيا) دې جوړجاړي ته ورسي، او په يوه گناهگاره(کفاره)ياگرمانه(جرمانه) له بدل يا کساته لاس پر سر شي (د چا خبره وينه په وينه و نه مينځي)؛ هغه گناهگاره يا گرمانه کېدای شي،يو څاروی (يا څاروي) اوسي، غله دانه، نغده او ياان يوه پېغله (سپره).

که څه هم د دغو لارښودونو (دستورونو) پرځايکړه د اړوندو کهولونو د تېري هڅه را ټيټوي،خو بيايې هم سره بډواله (رقابت) را زېږوي، تر دې چې نورې افغاني ژبتو کميزې ډلې ټپلې هم له خطر سره مخامخوي او يا يې هم ورسره اړيکي خړپړوي. نو د دې لپاره  پښتونولۍ نور  لارښودونه وارله مخه په پام کې نيولي چې داسې ناوړې پايلې په سوليزه ( معقول،منطقي) توگه را نرمې کاندې. دادی، دلته يې  دا لاندې بېلگې وړاندې کوو:

مېړانه

 وييزه(لغوي) مانا يې (نارينتوب) او د پښتونولۍ د نومونې په توگه (زړورتيا) او(لو اروايي، شهامت) ده. هرگوره، له (توره، توريالتوب) سره توپير لري. دا هغه لوړه مانيزه ځانگړتيا او احساس دی چې يو وگړی د ځانتېرېدنې او بلهاۍ تر بريده د يو بل مرستې ته يې ور چمتو کوي او بيا د داسې يوه چا مرستې ته چې يې ژوند ياپت عزت له خطر سره مخ وي، همداسې له بېوزله بې وسيلې ښځمنې، بې کا لخوايه ما شوم يا بل هر اړمن  سره له لاس مرستې سرنه غړوي. په دې لړ کې هر بلو سگر بدورده دېته راولي چې پرخپلو کړو وړو نوې کتنه وکړي اوان ورته مېړانې ته يې وروهڅوي.

ننواتې

وييزه مانايې  (وزر زاري) او نومونيزه يا اصطلاحي مانا يې((ځانسپارنه)) ده، په دې مانا چې  خون والا(وژونکی) دبلهاري( وژلي) کورنۍ ته ورځي او ورته وايي:  ((د ازه او دا تا سې،  خوښه مو چې مو وژنئ يا مو بښئ!)). په دې توگه يې د چا خبره، دغچ اخېستنې  پر سرولمبو سړې اوبه وراړوي . دلته د سوله ييزو دودونو يوه سېستم ته مخه کېږي او داهغه څه دي چې لا ډېرې بترې نادودې او ناخوا لې،  جنگ،جنايت يا شرموو نکې پېښه يوې خواته کولای شي، په دې  هيله او اسره د گرم کهول له خوا  بېلابېل روغه وال  اغېزمنې کورنۍ ته استول کېږي: يو سپينږيری( يا سپينروبی)، مخور،ميا ملا، ستانه يا يوه کمکۍ نجلۍ او کله ناکله  ان پاک قرآن.

استازی يااستازي  هغې کورنۍ ته ورځي او وزر زاري ورته  کوي چې د بدل د رښتې (حق) يو دود بلونج (بديل)، لکه: نغدي تاوان يا گرمانې ته غاړه کېږدي. تر هرڅه خورا اغېز ناک دود((واښه پر خوله، رسۍ پرغاړه)) دی، په دې ماناچې گرم سړی د خپل بلهاري کور نۍ ته (څلوربولې) ورځي او ځان ورسپاري.  يو داسې سخت زبونانه چال چلند يو څه دوستانه غوندې جوړجاړي ته لاره هواروي . ننواتې داغوښتنه کوي چې  د بلهاري کورنۍ يا يې نژدې خپلوان (نور وراستولي) استازي ښه ترا ومني، که نه، د وژونکي کهول(او نور) هغه کورنۍ ته د پړې گوته نيسي او له  سخت اخلاقي فشار سره يې  مخا مخوي.

په دې تړاو زما د ۱۹۵۸  کال شاوخوا يوه  پېښه ياد ته راځي  چې  چا يې راته کيسه کوله:

د يوې کونډې مور يوازېنی يو زوی چا وژلی وو. دردېدلې مور يې هغه ټول دود سوله ييز وړانديزونه  ونه منل، او چې څه ناڅه شلکلن گرم ځوان يې ور وسپا ره، تر پايه داهيله کېده چې وينې بيه (خونبها) به ومني  او هغه به وبښي، خو د شهيد مور  چاړه راوخېسته او په خپل لاس يې حلال کړ؛ که څه هم  له آره يې دا حق وو، خو، په داسې ترڅ کې چې د اړوند کهول يو کس  هم نه غو ښتل، هغه دې قصاص شي.  نو  يې په يوه خوله د هغې داکړن وغانده ، او هغه يې د پښتونولۍ له کودېکسه يو بېشرمانه سرغړاوی وگاڼه. او بيا ورسره د تړلي (ننواتې) واکمن دستور پر وړاندې  د يوې مور درد  هم څه ارزښت درلودای نه شي.(۴)

 په هره توگه  ننواتې  په ټولنيزو اړيکو کې  پوره ځواکمن لارښود بلل کېږي (او دچا مخ و څټ نه پېژني). د ساري په ډول  دايو شرم بلل کېږي  چې که يو سوداگر  له خپل لا سلاندې شريک سره په کاروبار کې ټگي برگي وکړي، هغه  دا رښته لري چې  ده ته ورشي او تاوان  ترې وغواړي او هغه يې هم په يو برخيزه سکينده( قسمي جبران) له بدل اخېستنې راوگرځوي.  او ان د جوارگرو ترمنځ  ورته چلند هم پرکار اچول کېږي. که يو څوک  چاته (د خلکو په مخ کې) د بربنډولو شرم ورواړوي ، نو د دې لپاره چې  هغه له کوم سخت غچه لاس پر سرکړی اوسي، دېته اړوځي، دی هم ځان لوڅ کاندې او دهغه شر ماوی پر خپل ځان راواړوي.

مېلمستيا (= مېلمه پالنه ۵):    

تر ننواتې او مېړانې راروسته دا جال ودود هم پر خپل وار د يوې کورنۍ،کهاله او يوگړي (فردي) غړي د نورو هغو پر وړاندې ښه ترا ځلوي. اروپايانو ته (چې دادود يې په کړن کې ليدلی نگېرلی يا محسوس کړی نه وي) هسې يو بابيزه ټولنيز چار بر ېښي او دومره ارزښت نه ورکوي.  (رښتيا هم ) په ښکاره  يوه  داسې دوداېسي چی  په لرو پرتوپښتني سيمو کې ورته پښتانه  د کاروباري (تجاري) مېلمستون  د نشتوالي ياناسموالي(او بياناخونديوالي)  له لامله اړوځي ، خو له آره دغه دود د هر هغه  چا يوه پازوالي (مکلفيت)  گڼل کېږي چې څوک  يوکور کېږدۍ ولري او کوم  ناپېژندويه لاروی يا پردېس يې له خوا تېر ېږي، که هغه ووايي، ونه وايي، ترې پوښتي: ته (ناو لده يا) مېلمه يې؟

او چې ورسره مېلمه شو، پالنه او ساتنه يې په ټوله مانا پرغاړه اخلي، ان که د خطر پر وخت يې د سر په بيه هم پرېوځي چې له دې گوټليده مېلمستيااو مېړانه سره يو جاج  رانغاړي. ما(کيفر) ته پخپله په لسکلن يانه کې د (مېلمه رښتې) په  تړاو د پلپوټ (شکايت) کومه  پلمه نه ده پيدا شوې، نه مې له چا کوم بد چلند  ليدلی او نه مې ور کره يوه ستنه هو مره ?