مورنۍ( لومړنۍ) ژبه ساتنه اوکارونه يې د يوې بشري رښتې په توگه له ولوليز تر ژبپوهنيز چلنده


پيليزه

مورنۍ ژبه څه ته وايي، يو کوشنی يې څنگه زده کوي، په ليک لوست او زده کړه، پوهه، فرهنگ، ليکوالۍ، رسنوالۍ او... کې ورته څه گټه لري...؟

دا او داسې نورې خبرې زموږ د دې ليکنې سکالو ده او هغه هم، تر هرڅه له مخه په دې لاندې انگېزه:

زموږ پښتو ليکوال، رسنوال، سياستوال... هرکال د فېبرورۍ پر يوويشتمه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په پلمه د بېلابېلو رسنيو له لارې بيا بيا دا راغبر گوي چې د ملگرو ملتود بشري رښتو د اعلاميې د لومړۍ مادې او نورو نړيوالو تړونونو او بيا يې د ښوونيزاوفرهنگي سازمان ((يونسکو)) دپرېکړواوسپارښتو سره سره اړونددولتي- سياسي نظامونه د بشپړ ډېري د مورنۍ ژبې په توگه پښتو ته دارښته  پوره نه ورکوي چې ويونکي يې  پکې زده کړه وکړي او له دوترو دېوانه نيو لې، تربېلابېلو اداري او فرهنگي چارو پورې يې د ژوندوژواک په ټولو ډگرو کې دکارونگ کابو وربرابره کاندې.

 که په افغانستان کې، پښتو ته له دويمې رسمي ((پارسي)) ژبې سره له دغه پلوه  په کړنيزه(عملي) توگه برابره رښته( حق) نه ورکول کېږي، يوه رسمي- قانوني پو ړۍ او ژمندويي(تضمين) خو يې خوندي دي، خو په(شمالي او سوېلي) پښتو نخوا کې يومخيزه ديوازېنۍ لږه کۍ سرکاري ژبې((اردو)) اوبيا ورسره د تړلې انگرېزۍ  تر گونډو لاندې  ټيکاو لري او د ټولمنلي انساني رښتې پر خلاف يې په اسا سي قانون (آئين) کې يوه تشه يادونه هومره هم نه ده شوې!

 موږ په دغه ليکنه کې هڅه کړې، د غه ټولمنلې سکالو ((مورنۍ ژبه )) د يادشويو رښتو په پاملرنه تر ژبپوهنيزې څېړنې او شننې لاندې ونيسو:

له ژبپوهنيز (لېنگو ېستيکي) پلوه ژبه او بيا مورنۍ ژبه را پېژ نو، له ښوونپوهنيز يا پيداگوجيکي پلوه پکې د زده کړې بهير او لارې چارې، له ټولنپوهنيز، يا په گډه نو مونه (ژب- ټولنپوهنيز socio-linguistic) پلوه په اړونده سيمه يا هېواد کې له دېموگرافيکي(وگړشمېر) سره سم سيمه ييز يا سراسري ملي دريځ، ارزښت او کړنيز(عملي) چار و نقش او برخه بنډه ولري.

  له فر هنگي پلوه د اړوند چاپېر يال اوچاپېريالونو فر هنگي اکر بکر، له حقو قي پلوه داړوندوگړي يا وگړو په ښوونه روزنه، رسنيو، دېوان دوتر، اجرايي، قضا يي، قانوني او د ژوند و ژواک په نورو برخو کې د مورنۍ ژبې دکارونگ رښته (حق) او له سياسي پلوه يې له هر راز توپير وتبعيض پرته د هغې رښتې سمبا لښت... او د ټولو الواکي(تيوريکي) او کړنيزو (تيوريکي او تطبيقي)  څرگندونو په پايله کې ،په نومېرلې او ځانگړې توگه هغه ربړې او لا ملونه چې پښتو يې د لرې اوبرې پښتونخوا د بشپړ ډېري مورنۍ ژبې په توگه له ((پارسۍ)) او(( اردو)) سره له سيالۍ او برا برۍ  څخه پاتې کړې ده،  د ياد شويو اړخونو له گوټپېره څېړو او ارزوو.

  مورنۍ ژبه او زده کړه يې

مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې يو کوشنی يې ړومبی ځل په اړوند کور ني چاپېريال کې  له خپلې پالونکې  يا پالونکي څخه  هسې د اورېدو او پېښو له لارې په نا اگاهانه ډول تر پېنځکلنۍ زده کوي. په دې ډول د نړۍ هره ژبه  له آره د خپلې اړو ندې ټولنې او وگړي لومړنۍ زده کړې  ژبه مورنۍ ژبه ده.. اړينه نه ده چې هغه لو مړی پا لونکې يا پالونکی يې خپله مور وي يا تيمور (دايه)، پلار، نيا، يا نيکه، خپل يا پردی، ښځينه يا نارينه.

همداراز اړينه نه ده چې هغه لومړنۍ ژبه دې هرو مرو د ماشوم د خپلې مور او آرې کو رنۍ يا ټو لنې ژبه اوسي.

 داچې له((مور)) سره يې تړاو ورکړ شوی او په گردو ژبو کې له ډېر پخوا راهيسې همدا نومونه دود شوې، کومه هېښنده خبره نه ده، ځکه  د تېر په څېر اوس هم د ماشوم روزنه پالنه تر هر چا له مخه په بيالوجيکي مور اړه لري.

. داهم بايد هېره نه کړو چې لومړنۍ ژبه د همدې ((مور))  په تړاو پر هرچا گرانه کړې ده او د مور هومره مينه او لېوالتيا ورسره لري. له دې لامله په کار ده، دغه رواني او عاطفي تړاو يې، نه يوازې ژبپوهان او روزنپوهان ، بلکې  ژب-ساپوهان او ژب- ټولنپوهان، او بيا دولتونه او حکومتونه، يونسکو او د بشري رښتو نړيو ال سازمان او ورته ټولنې هم په پام کې ونيسي.

 د مورنۍ ژبې انگرېزي انډول(mother tongue) بيا دويمه مانا هم لري او هغه دا چې نورې ژبې ترې رازېږېدلې يا منځته راغلې وي، خو موږ د دويمې مانا اړوند انډول((مورينه ژبه)) رادود کړې ، لکه چې وايو: (زړه) ساکي د پښتو او پاميري ژبو مورينه ده او زړه هندي د هندي ژبو((مورينه)) ده. په دې ډول موږ ((مورينه)) او ((مور)) سره توپيروو، ځکه که ووايو، ساکي د پښتو او پاميري ژبو مورده، مانا به يې داوي چې دغه ژبې ترې سيده رازېږېدلې دي، حال داچې دا گردې يې له لوڼو رازېږېدلې او ساکي يې نيا بلل کېږي، نو له دې پلوه((نيا)) او((مورينه))  څه ناڅه همما نيزېدای شي.(ماريو پای)؛ ايراني سيندونو هم ((زبان نيا)) راژباړلې ده.

 د مورنۍ ژبې(لومړنۍ ژبې) په تړاو اړينه ده، دا ځانته روښانه کړو چې په ټوليز ډول ژبه څه ته وايي؟

ژبه د داسې تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) يوه پرله غښتې ټولگه يا سېستم دی چې د هغو ارزښت د اړوندې ټولنې له خوا ټا کل شوی او د هماغې ټولنې د وگړو ترمنځ د وبله پوهاوي تړاو ټينگوي. .( سوسور۹،۱۳، ۱۴؛ ماريو پای۱۴۱؛ باطنی،۱۳۸۰:۱۵). دغه  سېستم(ژبه) هر وگړی په ټولنه کې په منځنه توگه له زېږونه تر پېنځکلنۍ پورې له مور، تيمور او نورو څخه د او رېدو او پېښو له لارې نا سيده اونا اگاها نه زده کوي. مانا داچې ژبه يوه تړ وني، ټولنيزه ورهڼيزه (کسبي) وسيله او ټولنيزه پديده ده  او يوازې په انسا نا نو پورې اړه لري.

 که څه هم ډېری ژوي د مرغانو په گډون د وبله پوهاوي لپاره لږو ډېر غږ ونه له خولې باسي، خو داچې تړوني او کسبي نه ، بلکې غريزي دي، نو هسې د دود له مخې يې ژونۍ(حيواني) ژبه بولو،کټ مټ، لکه نغوتژبه(اشاري ژبه)، پژژبه( بدني ژبه). يا بېلابېلې پوهنيزې، تخنيکي، فرهنگي څانگې ، د اړوندو نومونپوهنو (تر مينالوجيو) له کبله بېلابېلې ژبې نوموو، لکه: د فېزيک، کيميا، بيالوجۍ، ..شعروادب، سياست، کمپيوټر ژبه او داسې نور. همداسې ديوې يوازېنۍ ژبې بېلا بېل کاروني ځېلونه هم د دود له مخې همداسې نومول کېږی،لکه  د پښتو په تړاو چې وايو: گړنۍ پښتو،وگړنۍ (عاميانه) پښتو،ليکنۍ پښتو،کره پښتو، گړ  دودي پښتو، اوبيا:کندهارۍ پښتو، ننگرهارۍ پښتو، پېښورۍ پښتو...  ( سو سور۱۳- ۱۴، ۷۸؛ باطن۱۳۴، کو لينز ۸۶۳).

  نن سبا ژبه د(نښو) د سېستم پرځای د(سېمبولونو) سېستم ځکه بولي چې نښه يکې يو جاج يا مانا ښندي او سېمبول تر يوه جاج يا مانا څو جاجونه او ماناوې رانغاړي. سوسور او رغښتي (سترکچرالېستي)  پليونو يې د هر ژبني توک څو ما نيزوالی(polysemy) او هممانيزوالی(synonymy) رداوه او پر  دې يې ټينگار درلود چې خبره يو پريو ده، نه يو توک تر يوې زياتې ماناوې ښندلای شي او نه څو توکه يوه مانا په گډه رانغښتلای شي.

 داهم بايد وويل شي چې خبراويزو او پوهاويزو وزلو وسيلو نن سبا د اوريزو، وينيزو(ويدويي) رسنيو په بڼه د ړندوکڼو او نوروکمتوانو (معيوبونو او معلو لينو) لپاره لا پسې پراختيا او پرمختيا موندلې ده.

 په پای کې. بياهم خپله خبره راغبرگوو چې د دود له مخې دغو  بېلابېلو اړيکيزو (ارتبا طي)، پوهاويزو اوخبراويزو اوزارو وسيلو ته کټ مټ، لکه د ژويو د هغو غوندې ژبه وايو،اوهمداراز هنرونو، په تېره موسيقي او ان  پيسې  هم(( نړيواله ژبه)) بولو، چې يوازې په اړيکيزو وسيلوکې راځي، نه په پوهاويزو او خبراويزو هغوکې!

 داچې کله کله  ژبه په مجازي  ډول له((اند)) او((پوهاوي)) سره هممانيزه کاروو، نااگاهانه يې له ذهن سره تړاو ورزبادوو. لکه چې وايو: زه اودی سره په ژبه نه پوهېږو، موږ سره يوه گډه ژبه نه لرو...

هو ژبه له آره يوه نانگېروړ(نامحسوسه) او مجرده ذهني پديده ده چې تر يادونې راروسته مو په ذهن کې را زېرمه شوې او مټې  له کارونگ سره نگېروړ، توکيز (مادي) شتون پيداکوي.

ژبنی پيلام(سېمبول)

داچې وايو، (انساني) ژبه  د تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) يوه پرلغښتې ټولگه يا سېستم دی او هر پيلام (علامت، سېمبول) يو څيز، پېښه يا ښکارنده نوموي، داپوښتنه رامخته کېږي چې سېمبول څه ته وا يي؟.

پيلام(سېمبول) په ټوليز ډول داسې راپېژندل کېږي:

هر هغه څه چې له ځان پرته د بل څيز ښکارندوی وي، پيلام بلل کېږي. د ساري په توگه کله چې وايو((سور رنگ د خطر پيلام دی))، نوموخه يې داچې دغه څيز (سور رنگ) له ځان پرته يو بل څيز((خطر)) ته نغوته کوي. که نه، د((سور رنگ)) آره او عادي مانا پوره څرگنده ده چې څه راز رنگ دی.

. موږ کولای شو، پيلام  يا سېمبول ته ښووند (دال) ووايو او هغه څه ته چې راښيي يې، ښوولی يا نومولی(مدلول)، او د دال او مدلول ترمنخ تړاو(دلالت) چې((مانا)) ورته هم وايي. بې له دې دلالت ځنې ((دال)) له آره له ((مدلول)) سره هېڅ کوم طبيعي يا غرېزي نژدېو الی او ورتوالی نه لري او دا ټولنه ده چې د ژبې په تړاو يې په تړو ني  توگه ترمنځ يو ارزښت او دنده ورټاکي او په پايله کې ښووند له ښوولي، په بله وينا، نوم له نومو لي سره اړخ لگوي.

 په دوديزه او ان د نوې ژبپوهنې په پيلامه کې د ((دال)) او ((مدلول)) ترمنځ تړاو يا (دلالت)  د مدلول يوه جزء او ځانگړتيا انگېرل کېده او.له همدې کبله يې سيده پر سيده مدلول او ((مانا))  سره اخښل او زياتره يې دال له((ويي)) او مدلول له(( مانا)) سره يو راز يامترادف انگېره، او بيا يې دا تېروتنه چې د يوه ويي مانا يې  د يوه خپلواک ژبني توک په توگه پرگوته کوله او په غونډ او بيا غونډله کې نه، چې آره مانا يې پکې سمه سهي راڅرگندېږي بې له دې چې پوه شي چې مد لول هغه څه دي چې زموږ له ذهنه بهره  خپلواکه هستي لري يا لرلای شي، لکه وا خلې يوه پېښه ياکيسه چې له اورولو او اورېدلو سره د نگېرلو(درکولو) جوگه کېږي او مانا تل يو نانگېروړ او مجرد ذهني انځور دی(سوسور ۱۴، ۷۸).  

 دساري په ډول خرېړی(سمارق) د غږيز- اوريز وړ نوم(دال) په توگه زموږ په ژبه ادا کېږي او  په طبېعت کې هم يو نگېروړ څيز د(مدلول) په توگه نوموي ، خو د دواړو ترمنځ تړاو ((مانا)) نانگېروړ ده چې زموږ په ذهن کې دننه ټيکاو لري. نگېروړ، جوليزه(صوري) ژبه چې د کړن او کار ونگ ډگرته راوځي، دهغې آرې نانگېروړې ژبې يو انځور يا عکس دی.(.اولريښ ۱۳۵). په خوځنده يا فېلمي عکس کې  د ژوندي انسان سر له تنې جلاکېږي او بيا بېرته ورپورې نښلول کېږي، بې له دې چې پرهغه انسان کوم اغېز واچوي.

   ژبنی سېمبول (خرېړی)   

 د بهرنۍ نړۍ له څيزونو، پېښو او پديدو، او همداراز زموږ د خپلې د ننۍ(( ذ هني)) نړۍ له بېلابېلو پيداوارونو(اندونو، واندونو، ولولو، خو ښيو، اندېښنو، دردونو، رنځونو،گرومو نو،  ستونزو، کړاوونو، هيلو، نهيليو، غوښتنو، ارمانو نو...) يوخوا، او د ژبنيو پيلامونو او د دغو پيلا مو تر منځ تړاو(دلالت)  د بېلا بېلو ټولنو له خوا په تړوني ډول بېلا بېل ټاکل کېږي. که دغه پيلا مونه تړو ني نه وای او طبيعي وای، نو گردو ټولنو به هماغه يو راز پيلامونه يا نومونه او يا لږ تر لږه يوراز انگينومونه(طبيعي نومونه)، لکه ژغ ژغ، شغ شغ، غروغور، غرهار، غورځی (تالنده) درب ودروب،، درز و دروز، کړس وکړوس ...کارول.

.يو کوشنی له لومړۍ ورځې څخه د ژبې اړوند(تړوني غږيز) پيلامونه پرلپسی  له ياد شويو وگړو څخه اوري او تر يوه کاله يې يو شمېر نيم نيمکله او تر دوه کلنۍ څه ناڅه پوره ادا کولای او لږوډېر له مدلول سره تړاو ورکولای شي. يو نيم چې د توتي په څېر چرچر غږېږي او چاته د خبرو وار نه ورکوي، اړينه نه ده چې په بشپړ ډول  دې د دال و مدلول ترمنځ تړاو ورکړای شي.  په بله وينا، يا يوازې د سېمبول هما غه غږيز اړخ(دال) غبرگوي راغبرگوي او يا ورسره څه ناڅه مدلول هم پيوند لای شي، د ساري په ډول(سپی) يا( تو تو) د(دال) په توگه سم ادا کوي او دا چې يې د(مدلول) په توگه په غړولو سترگو گوري او پېژني يې، نو په اسانه يې ترمنځ تړاو(دلالت) ټينگولای شي.

بېرته شاته