پښتو غړپوهنه


بېواکوږي(ابتدا پرساکن...) يا کلسټرونه (clusters)

(و) ړوند،(و) ړومبی، (و) روستی،(ا) ستکهولم،(ا) ستېشن...

ژبې پرلپسې ادلون بدلون مومي، او وارله مخه په گړنۍ بڼه کې، هغه هم له وييپانگيز، غږيز ، مانيز او  پښوييز (گرامري) او پلوه. داسې چې وييپانگيز دايې په لوړه، غږيز دا په منځنۍ او مانيز و پښوييز دا يې په درېيمه او څلورمه کچه کې را ځي. په ليکنۍ بڼه کې هربدلون تړوني بڼه لري اوزياتره پر وييپانگه او سبک و سټايل راڅرخي. ځکه نوي نوي رامنځته کېدونکي پوهنيز او فر هنگي جاجونه او نو مونپوهنې(ترمينالوجۍ) پرلپسې راخپلوي.

 دا چې ولې غږيز،مانيز او پښوييز ادلون بدلون ليکنۍ  او بيا کره ليکنۍ ژبې ته ډېر روسته را ننوځي، يوه سراسري ژب- ټولنپوهيزه (سو سيو- لنگوېستيکي) او بيا ژب- فرهنگي ربړه ده  په دې مانا چې ليکنۍ بڼه د گړنۍ په توپير د گورتنيو او کنټرول وړ ده او ليکوال يې سهنې او زغمنې ته وار له واره نه چمتوکېږي، يا ورته وگړنی او ناادبي برېښي، او  يا هسې د يوبل له ځانگړي خورمنځ(سليقې) سره اړخ نه لگوي، او په دې توگه يې پر وړا ندې تر ډېره ټينگار کوي.

د گړنۍ  بڼې دغه ټول اوښتونونه تل تر تله همداسې هوايي نه پاتې کېږي. همداچې د گړېدو نکيو ډېری راونغا ړي او لږوډېره يې ليکنۍ بڼه هم کاروي، ژبپوهان يې  دڅانگپوهيزې پازې له مخې را خپلوي او کره ليکنۍ بڼې ته يې را لېږدوي. هرگوره، د دود له مخې(کره) ليکنۍ ژبه له دغه (و) گړنۍ ژبې سره يو لږه کی واټن او توپير ځانته خوندي ساتي. د بېلگې په توگه ليکنۍ پارسۍ په وسمهال کې د هر آرکړ(اصلي فعل) ترڅنگ د مرستيالکړ(خواستن) اوړون (گردان) له پېړيو پېړيو خوندي ساتلی دی، لکه: خواهم رفت- خواهيم رفت، خوا هی رفت- خواهيد رفت، خواهد رفت- خواهند رفت...  اکر (حال) داچې  له ايرانه نيولې د افغانستان، تاجيکيستان او وز بکيستان (سمر کند و بخارا) تر گړدودو پورې دغه اوړون له مرستيال کړه، آرکړته رالېږدېدلی او(خاد رفتم- خاد رفتيم...) وايي او داسې نور ې بېلگې يې. 

بلخواته ليدل کېږي چې کره ليکنۍ پارسۍ د نورو ژبو په څېر د داسې يو نيم پښوييز (دستو ري) ارکاييزم ترڅنگ بيا بېشمېره هغه  برخيز يايومخيز پر هېستورېزمونو شمېرلي، د ساري په ډول، پخوانی نابشپړيز (استمراري) مخکړ  ياپيشوند فعلی((همی))، لکه په دې بېلگوکې: همی گفت- همی گويد، همي رفت همی رود... چې (همی-) يې پر(می-) راړولی؛ بل ځېل يا وارينت (ی-) روستاړی يې هم  پرمختاړی(می-)، او (گفتی، رفتی...) يې پر (ميگفت، مير فت ...): لومړۍ بېلگه يې، لکه د ليث صفاري  د اتکلن زوی له خولې وتلې ړومبنۍ پارسي شعري  مسره((غلطان غلطان همی رود تا لب گور)) ، او دويمه بېلگه، لکه د مولانا په دې بيت کې:

((خاله را خايه بودی، خالو شدی ــ اين به تقدير است، اگر بودی شدی))

ارماني اوآړوتی(شرطيه) مخکړ(می-) يې هم په دې وروستيو کې لږ تر لږه له مرستيا لکړ (بودن) څخه غورځولی ، لکه په دې نومواله غبرگغونډله کې:  اگر حسن بيمار نبود، حالا اين جا بود،يا لکه د فروغ فرخزاد يوه ارماني مسره: کاش پائيز بودم (ديوان ۸۴).

غږپوهيزې، په بله وينا، ليکدودي بېلگې يې: پر(د) او( ز) د(ذ) بدلول، لکه په(استاد)،   ( پزيرفتن)... کې(ط)پر(ت) اړول، لکه په(تهران، توفان، اتاق، توتی...) ، همزه (ء) پر(ی) اړول، سم له لاسه پر افغاني کچ په(آبايی، هرجايي اروپايی، آريايي، فايق، توده يي، حاشيه يي...) :کې او داسې نور(همداراز د ليکوال پارسي ليکنه).

 په هره توگه موږ  هم د پښتو په تړاو، که يوخوا د څانگپوهيزې پازوالۍ(مسؤوليت) له مخې اړوځو، له ورته ياد شويو آړونو (شرايطو) سره سم د گړنۍ پښتو بدلنونه پر خپل خپل وخت په پام کې ونيسو، نو  بلخوا يو لړ زاړه توکي يا ارکاييزمونه او تېرمهالويزونه(هېستورېزمونه) چې له اړوندو آرونو سره ټکر نه پېښوي، په کره ليکنۍ پښتو پانگه کې هم راخوندي کړو او له اړتيا سره سم يې وکاروو.

هرگوره، دا خبره بيا راغبرگوو چې((لرغونوالی)) د غږپوهيزې پښوييزې((يورنگۍ)) د اړوندې چلند لارې له اووگونو آرونو څخه د يوه آر په توگه په وييپانگيزه برخه کې هم له پامه نه غور ځوو او په دې توگه يې د يوه غور چاڼ((انتخاب او اطراد)) پر بنسټ، يومخيزه نه، بلکې بر خيزه په کره ليکلار کې منلای شو.( ليکلارښود۱۸-۲۲).  

تر کوم ځايه چې  څرگنده ده،  که  د نړۍ ژبې په ټوليز ډول له وييپانگيز پلوه پرلپسې د پراختيا او پېجلتيا پر لوري يوني، له رغاونيز او پښوييز پلوه بياد ساده گۍ او اسانۍ پر لوري درومي، په بله وينا:

له پرمختيايي بهير سره سم د ژبنيو ټولنو ژبنۍکاروني اړتياوې ډېرېږي او له دې لامله پکې د د ليکوالو،  رسنوالو، پوهيالو او فرهنگيالو له خوا د زېږندويه ژبني ځواک پر  بنسټ له اړتيا سره سم د نويو نويو علمي، فرهنگي، تخنيکي او خبرتيايي (انفارما تيکي)  پديدو او بريا وو، او ورسره د تړلو جا جونو(مفاهيمو) د راخپلولو لپاره پرلپېيلې ويير غاونې او غونډ له رغاونې  چټکتيا او پرا ختيا مومي.

خو  بلخوا هممهاله په  طبيعي او ناځانخبري ( نااگاهانه) ډول په (و)گړنيو بڼوکې د اړوندو ژبو يو لړ رغاونيز_ غږپوهيز او  پښوييز دويونه (گرامري قاعدې) بيا ساده گي او اساني مومي.   بيا يې نو ژبپوهان او پښويې پوهان (گرامر ېستان) هغه لنډېزوزمه ادلون بدلون تر وسې وسې په پام کې نيسې،  او له دې  لارې يې دوه اړ خيزې پراختياوې او پېچلتياوې يوڅه راسکينده کوي اوجبرانوي.. 

د نورو بدلنونو په لړکې له ډلې څخه د بېواکوږو((کلسټرونو)) ادلون بدلون دی چې يو خوايې اړوند ويونکي دلته او هلته دوينگ او ټکر(التباس) له ستونزې سره مخامخوي او بيا يې په اتومات ډول د واوېلو په مټ  برخيز يا يومخيز له منځه وړي ، او بلخوايې په سرچپه توگه د لنډون خوښونې له مخې په لوی لاس رامنځته کوي هم.

د ژبپوهنې د ترمينالوجۍ له مخې  په يوه ويي کې د دوو، درو، څلورو... ( کانسوننټو او سيمي واوېلو) پرلپسېوالي ته وا يي چې هېڅ کومکي غږ(خپلواک يا واوېل) يې په منځ کې نه وي را غلی.  په دې ډول کلسټر د ژبې کوم خپلواک مانيز توک نه، بلکې د يوه ويي(کلمې) يا څپې (هجأ) دننه د اومو توکو يابېواکو او نيمواکو(کنسوننټواوسيمي واوېلو) يو تړنگ (گر وپ) دی چې د مخکې يا روسته خپلواک (واوېل) په ملتيا پر يوه څپه بدلېدای شي.همدغه څپه (هجأ) ده چې پر خپل وار ځانته، يا له بلې څپې(يا نورو څپو) سره يوځای د گړ(مورفيم) ويي او وييکي په رغاونه کې برخه اخلي. څپه له کلسټر سره تر هرڅه له مخه  دوه غوره جوليز توپيرونه لري: (۱)  څپه يوزړی (واوېل) لري، او (۲) کلسټر د څپې يوه برخه کېدای شي او سر چپه نه.(پښويه :۲۰۰۳ز،پايڅوړ ۱۶)

لومړی د کلسترشننې بېلگې چې  هغه هم پرنوموالو او کړوالو ويشو، نوموالې يې، لکه

چې مکنزي ( ۵۶۳). يې هم يادونه کړې، آر او کره دوه څپيز(پسرلی) د ننگرهار خواته درې څپيز ويل کېږي او د پېښور خواته (سپرلی)  شوی دی، ځکه  تر(پس-)، (سپ-). اسان ويل کېږي، /س/ تر /پ/ ډېر انگازور يا واوېل وزمه  بېواک دی؛ همدومره خبره ده چې ډېرگړې او اوښتې بڼه(سپرلي) يې له بل ويي سره ټکر خوري.

 په(خاورپوهنه) نيولوجېزم کې چې منځ کلستر(-ورwr_)  يې شنل شوی؛ په زاړه بېلنگ (خاو رين) کې بيا ، له  بل راز واوېلي بدلون سره له منځه تللی دی..همداسې د يو څپيز(زړه) سر وږی(zṛ-)  درواخله چې په (بې زړه،  په زړه پورې، زړه وړونی،، زړه خوږی، زړه چاودی، زړه چاودون، زړه توری، زړه تورن، زړه شين-ی، زړه خوړينی، زړه سوی، زړه سواند، کلکزړی، سختزړی ، نرم زړی، زړه نا زړه، زړه په زړه (لارده)، زړه غوښتی(دلخوا، مطلوب)، زړه غوټه، زړه غټا وی، زړه بداوی، زړه ماتی...) کې خوندي پاتېږي او په زړور، (زړن)، (زړگی، زړگو ټی) او زړغی(ټکنی) کې شنل شوی.

په دې پرتله(قياس له آر وږي سره يوڅپيز بېلنگ (زړين)  زړه راکښون، زړه راکښونی، زړه بايللی، زړه وهلی، زړه زموللی، زړه پوهنه) او داسې نور رغو لای شي. هرگوره، له مهال تېرېد نې سره په دغو ډېرو تړنگونو (ترکيبونو) کې هم د بېلنگو(مشتقو) غوندې (زړه) له واوېل با يلنې سره کلستر هم بايلي چې. يوه رغولې بېلگه يې (ځاورپوهنه) ده.

وردگو  بيا(سره، کره)او(يوه، يوې) د لنډون  اوسپما په موخه له سروږي سره يو څپيز کړي دي چې شاعران ترې په زړه پورې گټه اخېستای شي. هرگوره(سره) يې له ښځينه ستاينوم(sra) سره ټکرېدای شي! په ځينو گړدودو، لکه شمالختيزو هغو کې يو شمېر بې کلستره نومونه په ډېر گړې او اوښتې بڼه کې سر- يا منځبېواکوږي رغوي، لکه: خبر-خبرونه- خبرونو(-بر-)، ځنگل- ځنگلونه- ځنگلونو(-گل-)، ول-ولونه-ولونو(ول-)...

کړواله بېلگه، هغه هم د کلستر رغاونې په تړاو:

د لېږند يا متعدي توک(مونيم) په توگه (-ǝw -) چې ننگرار خواته(-aw -) هم دود لري، شينو اري او له پېښوره  نيولې تر سوات و بونېر او ان تر مارگلۍ دکړسټې له روستي بېواک  سره د(-w -) په ملگري کولو  پر (منځ-) ياسر بېواکوږي  اړوي، لکه(-ږو-)  په زېږولze-ğw-ǝl-  پخول له (-xw-)، اړول، نړول، څملول، نښلو ل، سمول، پرېښول،کېښول، ستومانول، بند يانول...؛ چول  له(-čw-) يا:کول له سروږي(kw-) سره، او  ځينې کښيني يې لا بېخې( -wǝ-)   پر اوږده- و(-o-)  بدلوي او له دې يووستوي کولو(مونوفتونگولو) سره کلستر له منځه وړي.

په انگرېزي ژبه کې يې يوه په زړه پورې نومواله بېلگه  nakedده چې د.الماني همريښه انډول nakt پر خلاف يې پای- کلستر له منځه وړی دی. هسې خو انگرېزۍ د نورو جرمانيکو ژبو، په تېره جرمنۍ په پرتله ډېر بېواکوږي له نوي ژبپېر سره پرلپسې شنلي دي چې په ليکدود کې يې د چوپو يا نه ويل کېدونکو توريو(silent letters) شتون يو څرگند لاسوند دی، که څه هم ډېرۍ بېلگې يې له منځ-    او  پای- کلستروسره تړاو لري، لکه:Schwester-sister, Psalm- psalm(sām), Psychologie-(p)sychology,durch-through... .                               

کړاوړون(فعلي گردان) کې(د- ت - چ-...) پايو کړونو تېرمهال روستاړی يا مونيم (-ed ) له ليک سره سم ويل کېږي او د نورو سټو( turned,aimed...) پر خلاف پای- کلستر نه جوړوي چې دلته يې پريوه يوه بېلگه بس راوړو:

add-ed,acted, reached...

(چ- پای) هغه درېيم يوگړی پايله (-s)  په تړخپلواک (-es) له کلستره راوځي، همداراز يې(  چ-پای) نومونه هم کومه گرداني پايله له ورته واوېل پرته نه شي راخپلولای، لکه match-matches.

لي- پای کړولونه،   په تېره په گړنۍ په برتانيي گړنۍ انگرېزۍ کې، زياتره له  پای- بېواکوږ يو سره ويل کېږي ، لکه physical-physically, possible- possibly, careful –carefully... . actual -actually, additional-additionally, 
بياهم ، لکه پاس يې چې بېلگې وړاندې شوې، بېواکوږي يا کلستر د لنډيز او سپما زېږنده ده، لکه نومځري(ضميرونه)، تړوييکي (عطفيات)، کړولونه، وييغونډلې... چې پښوييزه او بيا ژبنۍ سپما رامنځته کوي.   په پښتو کې يې ، يو خوا دنوروژبو، لکه انگرېزي، فرانسي، روسي، جرمني او نورو اروپايي ژبو زده کړه را اسانه کړې  ده.

تر ټولو غوره نقش  يې بيا دادی چې د  پښتو  شعري سېستم يې له عروضي(متريک)، لکه عربي هغه راژغورلی او څپيز- خجيز جوړښت يې راخپل کړی دی. دغه کلستري  رغښت يو شاعرته د څو غوراويو لاره هواره کړې:او  څلورگوني بنسټيز وزنونه يې شوني کړي دي، لکه پرلومړی، دويم ، درېيم او څلورم  خج د مسرې  پيلونگ. تردې پورې که شاعر د تول و تال يا وزن، رديف او قافيې له ربړې يا تنگسې سره مخ شي، لکه د وردگي بېلگو (يوه، يوې، سره، کره) له مخې يې له کلستررغاونې سره هوارولای شي..( پښتو بدلمېچ اړو نده سکال.

داچې نيمواک(سيمي واوېل w,y)  هم د بېواک (کنسو ننټ) او هم د خپلواک(واوېل) په توگه په کلستر رغاونه کې ونډه پرځای کوي، نو دا راز کلسټرونه ، لکه   خوند، شخوند، وياړ... د څو بېوا کو او يو يادوه نيمواکو ټولگه هم بللای شو. په هر ډول، لکه  چې وړاندې ورته نغوته وشوه، د نړۍ د ډېرو نورو ژبو په څېر په پښتو کې هم د بېواکوږو(کلسترو) په رغاونه کې له بېواکو او نيمواکو پرته هر راز بېواک  نه شي راتلای، بلکې يوازې انگازور، په نورو ټکو، واوېل رنگه کنسوننټ، لکه پزيز، غاښيز، ، اووريز او اووريز- تالوييز هغه.(شېن- اڅک)

د پښتو په څېرداراز ادلون بدلون په نورو هندواروپايي ژبو کې سربېواکغوږي (initial cluster) تر نورو دوو ډولو هم زيات دي او هم لږو ډېر گران، خو هممهاله يې د شنل کېدنې شونتيا هم ډېره برېښي. لکه انگر ېزيspecial=especial  ؛ estate يې هم ورته بدلون اټکلېد ای شي،هغه هم له مورفو- فونولوجيکي بدلون سره، چې بله مانا (جايداد، شتمني) يې راخپله کړې ده، د state فرانسي انډول هم estat دی. که په پښتو کې هم د غږيزو بدلنونو په لړکې کلسټر ي دې هم ورته ماناونج(سېمانتېزم يا مانيز بدلون) را منځته کړي، نو د اړوندو معياري آرونو په رڼا کې يې کره ليکنۍ پښتو ته را گډول هرو مرو اړينېږي.

په نوي آرياني پېرکې د پارسي په گډون گردو سوېل لويديزو((پرسيک)) ژبو لومړي دوه ډوله کلسټرونه له منځه وړي دي. خو پښتو له زيات غږيز بدلون سره سره درېواړه،  هغه هم زياتره سوېل لويديزې گړدو دي ډلې خوندي ساتلي دي. په کابلي  پارسي گړدود کې يې د سر بېوا کوږي څرک بيا پر راټوکېدو بريښي، لکه واخلې په(جوان)، جوال، خوار(خواهر) سوار پياز، نياز... کې(يمين: دستور ۲۰۱۱ص ۵۲).

د زېږندې(توليدي) غږپوهنې ليکوال (سانفوردا شېن ۵۹-۶۰) د سربېواکوږيو څومره ييزه  بريد بندي (محدوديت) د څپيزې بريد بندۍ يوه بېلگه گڼي او ليکي:

((انگرېزي گړونه(مورفيمونه ښايي، په صفر، يو، دوه يا درو بېواکو–it,pit,split پيل شي. خو داسې گړونه نشته چې په څلورو يا زياتو بېواکو، لکه *splrit- پيل شي.))

نوموړی ژبپوه دا بس نه گڼي چې گړونه تر درې (يا څلور) کنسوننټه وږيو پورې شتون  درلو دای شي، بلکې دېته  هم پام اړول اړين بولي چې ايآ دغه بېواکغږونه يا کنسوننټونه په هر چاپېريال کې  راتلای شي؟

د شېن په وينا بايدپه دغو درو بېواکوکې لومړی s وي، دويم يو ناغږن تم (b,p,d,t,g,k) او درېيم  يو اوبلن(r,l)  اوسي. په پښتو کې هم يو شمېرسر بېواکوږي همداسې  راځي.  هر گوره،، د تمبېواکو ( انسدادي کنسوننټو) په لړ کې د(د) پرځای غبرگژبيز (ډ) او د اوبلن بېو اک(ر) پرځای غبرگژبيز اوبلن غږ(ړ)، هغه هم د کلستر په سرکې، راتلای نه شي،  ځکه غبر گژبيز د زېږځي له پلوه په زېږتالوييز، په بله وينا، بې انگازې بېواکو کې راځي.

.بې انگازې تم، مښلي او تم-مښلي بېواک، په خپلو منځو کې هېڅکله وږی نه شي رغولای، ترڅو  ورسره خپلواک، نيمواک(واوېل، سيمي واوېل)، يا انگازور، په بله وينا، خپلواک وزمه بېواک، لکه مخني يا لمريز(شمسي): غاښيز(ت، د، ، ن)، اووريز(ز، س، ځ، څ)، اوو ريز -تالوييز (ژ،ش، ج، چ)،  پزيز(م، ن)، اوبلن(ر،. ل). مله نه شي. که دالامل نه وای، پښتو بېوا کوږي نور هم پسې ډېرېدل. په دې مانا چې ۲۹ بېواک له دوو نيمواکوسره په  ۲۹کې ضربېدل او په دې  چم يې يوازې د دوه کنسوننټه سربېواکوږو شمېره۱۲۴۱ ته رسېده، او ښايي، له نورو گردو ډولوونو سره تر لس زرگونو هم پسې اوښته. په داسې ترڅ کې چې اوسنۍ عادي شمېره به يې د پښتو د درستې وييپانگې  تر سل- پېنځلس سلنې تېری ونه کاندې او بې ديجيتاله يې هم ځانته جوته کړای شو (هماغه اخځ ۳۵-۳۰ او پښويه: ۱۳۶،:۸۱).

په دوديزه عربي- پارسي ترمينالوجۍ کې يوازې د يوراز(پيلبېواکوږی) لپاره((ابتدا پرساکن)) نومونه (اصطلاح) شته ، نه د منځبېواک او پايبېواک لپاره. سره له دې چې دواړې ژبې پيل-(ابتدا پرساکن) او منځ- هغه نه، بلکې روستی(دوه ساکنه) دا لري، په پارسي وييونو کې،لکه چشم، خشم، لشم، پشم، کرم، مهر، مُهر،  ابر،  سرو، مرو، جور، رزم، بزم، يا له پښتو سره گډ وييونه: ببر، چتر،  شرم، گرم، نرم، غور، جشن، زخم...

 په عربي هغوکې، لکه: اسم، فعل، شعر، نظم، سجع، وزن، وعظ، محض(محضې، مازې)، ورم، نثر، نشر، صدر، قصر، عصر، طور،  رقص، زجر، عذر، خلع، خلق(خلک)، بحث، حذف، عشق، حسن،  جذر، جذب، نبض، قبض، عقل، نقل، نُقل، نفل، بخل، قطع، فکر، ذکر، ذهن، زهد، مکر،  صفر، مصر، عمر ، عطف، نحو، محو، سهو، لغو، دلو، حشو، مدح،  قبح، صبح، شبح، عون، ضمن،   حول (ماحول)، قول ، دخل، نحل،  نعل(نال)، لعل(لال)،   فسخ، صلح،  جمع، شمع، منع، دفع، شرع، وسع، وضع، طمع، بيع(بيه، بها آرياني ريښه لري)؛

 سعی، وهم، فهم، رحم، سهم ،  عجز، ظلم، کسر، رسم، جسم، قسم، حجم، رجم، عزم، جزم، قوم(قام،کام) مصر، هضم، حشر ،    صبر،  ثور، فقر، فخر، فجر، ظهر، عُرف، عُشر، شُکر،  بحر، جبر، دهر،  نهر، عهد،  عقد، قهر، قبر، قرن، قطب، قحط، قطع، سطح، ذبح، شرح، طرح، جرح،  صلح، سِحر، کفر، جهل، سهل، رطل، سطل، قتل، فضل، نسل،حمل، رمل، مثل،   فصل، وصل، وحش،  علم، حلم، حکم، امر، فتح، نصر،  اجر، جذر، دور، قدر، بدر،  نذر، بذل،  بذر، اصل،  فرع، ربع،  زرع، ... کې.

په(و) گړنۍ پارسۍ هم زياتره پاسني عربي پوروييونه دپښتو  غوندې دوڅپيزوي، صلح- سوله، سطح- سطحه (سته)، شرع- شرعه(شره) ، سهو-سهوه(ساوه) او داسې نور.

پښتانه يوازې پارسي او عربي دا نه، بلکې د نورو ژبو ورته يوڅپيز وييونه هم  دو څپيزوي، لکه انگرېزي، په تېره امريکايي ځېل form, fault, turn. د عربي هغو وينگ بيا له ديني متنو پرته له پښتو غږپو هنې سره برابروي او دوڅپيز وي يې، او تر ډېره يې هم په آرليکدود کاږي..

 زموږ کلاسيکو ويناوالو هم  دوڅپيز کړي، لکه رحمان باباچې((خلق)) يې د يوه درست شعر د رديف په توگه کارولی دی: 

 خدايه څه شوهغه ښکلي ښکلي خلق_ په ظاهر، په باطن سپين سپېڅلي خلق...

 ستر خوشال هم ، د پښتو له ټوليزې لوښې ځانگړتيا سره سم  د ورته  يوڅپيز وييونو ( خلق، عزم، جزم، رزم...) د دوڅپيزونې تر څنگ نور پارسي او عربي وييونه، يوه يوه څپه رالنډ کړي دي..

په دې لړ کې ځينې درې کنسوننټه عربي او پارسي بيا هماغسې يو څپيز ادا کوو، لکه: حرف، صرف،  عرض، فرض، قرض ، قصد، حرص، حمد،، نعت، وقت(وخت)،  حوض(اود، اوز)، خرج،  درک(د موندنې، پوهېدنې په مانا، نو دوڅښيز شي د کندې مانا ښندي)،  قوس، حدس، شمس، نقد، نقت، خقت، رمز، طنز، طرد، کنز، دين، بين،  عين؛

پارسي: نغز، برف، ژرف، خشت، زشت، کشت(کښت)؛  له پارسۍ سره گډ: تخت، بخت، رخت، سخت، مست، پست،  مفت،  جوفت(جوخت)، چست، سست، درز، نرخ،  چرخ(څرخ)، وچرس، پند، وند؛ له پښتو سره ځينې گډ وييونه، لکه برج، مرچ ... پښتو له سرکلستر او پارسي له پای کلستر سره راځي، (ورخ، درنگ... بيا پارسي دوڅپيزوي. د دغو نوروبېدودي (استثنأ) د نيموا کو(w,y)   او واوېل رنگه، په نورو ټکو انگازورو کنسوننټو، لکه: اوبلنې/ ر/، پزيزو/ م/،/ ن/ او اوور يزې مښلې/ ز/...)  زېږنده برېښي .( شېن- اڅک۳۱)

 پښتو سره له دې چې د پښوييزې ځانساتۍ يا زوړ پالۍ(محافظه کارۍ) په توپير،يوه اوښتو نې(متحوله) غږپوهنه لري، خو بېواکوږي يې تر ډېره ټينگ و ترينگ ساتلي چې د پښوييز ار کاييزم تر څنگ يې د ناپښتنو، په تېره بې سرکلستره ژبو(پارسي، عربي، اردو...)  ويونکيو لپاره زده کړه نوره هم پسې گرانه کړې، خو پر وړاندې يې پخپله پښتنو ته د اروپايي او نورو (ابتدأ پر ساکنو) ژبو زده کړه اسانه کړې ، هم ستېشن،  سټريټ،  شتراسې، ستراد، ستاندرد، او ستراتېژي ويلای شي او هم  شتراسبورگ، سکاټلېند، سوېډن او ستوکهولم... .

په هره تو گه پښتو په خپلو نږه وييونوکې درېواړه کلسټره لري،. خو د يادشويو پارسي او عربي ځانگړو بېلگو په استثنأ په ټوليز ډول د دغو دوو او ځينې نورو ژبو ډېر وييونه د نيمواکو(w، y) په مټ په کلسټرولوسره يوه يوه څپه رالنډوي: دوڅپيز ور يو څپيزوی، لکه خدا-خدای، خيال،  خلاص،   نيت، سوال، ځواب يا په يوه جوړه تړنگ(سوال و ځواب)کې ؛ درې څپيز وردو څپيز وي، لکه باميان، بيابان، اختيار، امتحان( اېمتيان)... ، څلور هغه ور درې څپيزوي، لکه ليبيا، اُمتيان، حواريون او داسې نور .

 په پارسۍ کې انگرېزي او لاتين آري پېنځڅپيز پور وييونه ور څلور څپيزوي او ان درې څپيزوي، لکه اروپاييان( اروپايان)، هغه برېتانيان(برتانيان) او شپږڅپيز يې هم څلورڅپيزوي او اووڅپيز پېنځڅپيزوي،لکه امريکاييان(امريکايان) او نيکارا گواييان (نيکاراگويان).  

د شمال ختيځ پښتانه، په تېره مومند ځينې خپل او پردي دوه څپيز وييونه يوڅپيزوي، په بله وينا، کلسټروي، لکه سخر(خوسر)، سخې(خوسی)، سخا(خوسا)، همداسې  د يو لړ وييونو  په منځ او پای کې را غلي غبر گغږونه (ديفتونگونه) يووستوي کوي  او په کلسټرولو سره را لنډوي، لکه: خوريی(xwrè)، غويی(γwè)... ، لا ان وگړنوم (قيوم) پر ورته يو څپيز کلسټر (قييم، قيم) بدلوي.

داچې استاد حبيبي د پټې خزانې (۱۶۶) د پارسي او عربي په پېښو( ورم) لکه وزن، (وَرم) را ښوولی، يوه تېروتنه برېښي او په کره ليکنۍ پښتو کې هم له برَم سره انډول يا انالوگ  (ورَم) شوی؛  په جوړه تړنگ(ورم و وراشه) کې يې کلسټر  بيا له منځه تللی دی.

په يونيم گړدود کې د داسې يوه کمپېښي(نادر) ځانتني (منحصر به فرد) سربېواکوږي بېلگې څرک لگېدای شي چې د نورو ټولو پښتنو لپاره يې وينگ خورا گران پرېوځي، لکه د ميانو الۍ پو لې ته  د خټک زوني  څېرمه شکردره کې د يوه غاښي نوم ((دژوکی džúkay)) دی چې ځايي خټک يې د خپل جنگيالي او ننگيالي نيکه له سنگرونو څخه گڼي او د(( دژ))  د کو شيننوم په توگه يې لومړي دوه بېواکه سره کلسټر شوي دي؛ گومان نه کېږي چې ان په گردو خټکو کې يې دويمه بېلگه وموندل شي، ځکه کم انگازه غاښيزتمبېواک/د/ او بې انگازې زيږتالوييزه مښلې/ ژ/ سره پتليزول د چا خبره ژبه کيلي کوي.

هغه نږه پښتو بېواکوږي چې زياتره ويونکي يې ويلې کوي او لږو ډېر يې په کره ليکنۍ پښتو کې منل شوي يا منل کېدای شي، داسې را اوډو:

په غورځن(حذف) سره، د سر(و-) په غورځن را ساده شوي وييونه زياتره کره رادود شوي دي، لکه:(و) ړومبی، (و)ړوند، ،(و)روس، په دې لړکې کېدای شي، د(وروسته، وروستی،او ستر ی  ) پر وړاندې شمالختيز ( روسته، روستی) هم همداسې کره ومنل شي، خو(لاړ، رو، رور) د(ولاړ، ورو، ورور) پر وړاندې نه، ځکه له نورو وييونو سره يې ټکر راځي؛ د(پ) په غورځن سره(خور، سور، سور) د(خپور، پسور، سپور) ياد (ز) په غورځن سره (ړه) د(زړه)، پر وړاندې هم همداسې درواخله. 

يو لړ تاريخي  ن-پيلي کلسترونه، کله: نمونځ- نمانځل، نماړی- نماړل ، نمر، ، نمسی، نو مړی... ، منځنۍ گړدودي ډلې همداسې ساتلي، سوېل لويديزې هغې پر ل-پيلو اړولي او شمالختيزې يې يا  ن- غورځولی، او يايې م- پر و- وراړولی، لکه:مونځ- مانځل، نواړی- نواړل، نور، نوسی، نومړی...؛ همداراز نمړۍ(مړۍ ) پر  نوړۍ او  نيمسی  پر ليمسی.

ښينه(خوښينه)، اوښی(اخښی)، اښل يا اخل(اخښل)، بښل(بخښل)،نښه(نخښه)... کې کېدای شي، د(ډېروالي) او (اسانوالي)  پر بنسټ کره ومنل شي،( نښه او نښان) سره بيا خورا ښه لگېدلي  او جوړه تړنگ يې وار له مخه رامنځته کړی دی. (ليکلارښود، ۸۲-۵۹).

( کې) بيا د زړې(کښې) او(چې) د زړې يا لږ تر لږه ليکدودي(چه) پر وړاندې د ويونکيود بشپړ ډېر والي او ورسره ورسره د ليکوالو د۱۳۵۵ کال د پرېکړې او هوکړې له م?