د ((فاني)) پر ليکه


 چې راغلې  پر ميدان د ننگ، ډارېږه خو بيا مه

له سر و مال چې تېرشوی، پښېمانېږه خو بيا مه

تا ځان سره چې کړی هوډ، د مرگ تر پولې اوړې
وردرومه مخ پروړاندې، راستنېږه خو بيا مه

تاوېل د اور و وينو، سمندرته به وردانگې
نو داسې ژر تر ژر، ټکنی کېږه خو بيا مه

که مل شولې يو ځل له مېړنو سره زړگيه
ټولي ته د نا مړو، ورگډېږه خو بيا مه

بېزار چې د شېخانو، رياکارو شولې زياره،
له سم سهي رندانو، رابېلېږه خو بيا مه!

سوېل لندن، 28-11-2011