دويم- د وگړني شعر دويمه يا نيمڅر گنده برخه


 په دې برخه کې لوبې، بدلې، بگتۍ، مقامونه، چاربيتې، داستانونه، غزل او داسې نور راځي. دا برخه د لومړۍ هغې په توپير له بېخ و بنسټه شعرونه دي، نه سندرې. مانا يې داچې لومړی د شعر په توگه پېيل شوي او بيايې هله ټنگ ټکورته لار موندلې ده. له دې کبله د ارمستېتر، مکنزي او نورو لويديزو پښتو پوهانو غوندې يې ((نغمې songs)) نومول په کار نه دي. تر دې چې تر ډېره د ديواني (ليکنيو) شعرونو غوندې د سېلابوتونيک له  ځانگړتياوو سره اړخ لگوي او داسې برېښي چې دغه ډول دې د ديواني شعرونو په پېښو گړني شعر ته لار پيدا کړې وي. نه د نورو ((سوچه)) يا لومړي ډول ولسي هغومره لرغونوالى لري او نه يې ويونکي هغومره يومخيز ناڅرگندوي. داستاد مکنزي (٣٢٠مخ) په خبره، کېدای شي، د دغه دويم راز ((سندرو)) ويونکي ښايي پخپله هماغه بولونکي يا سندرغاړي اوسي.

په دغه برخه يو لړ  رزمي بدلې هم راځي چې تر بزمي هغو هم په ولسونو کې ډېر گرانښت لري او د تاريخي لنډيو په څېر د تېرو ملي او سياسي پېښو انځورگري کوي، هغه هم د نيوکو، ستاينو، غندنو، او يا طنز په جوله او جامه کې:

نيوکه:

کابل ونيوه وزيرو

                           نن پرې ناست دی نادر خان

                                                                      اخ، غازي امونول خان!

ستاينه:

همداسې يې ستاينې او غندنې هم درواخله:

                                                                 جواري ستا د لنگر

                                                                                                  خواږه لکه شکر

خوند يې زيات دی له حلوانه

                                                                                                      د هډې کامله ځوانه!

غندنه:

 جواری ستا د لنگر

 کلک پلک لکه بکر

                      نه ماتېږي بې سندانه

                                                    (( ماڼوکی)) غټه شيطانه!

(رشيد وزيری، کابل٢٣-١٠-٠٩).