هريوا ته


تاچي پيل کړى ووپه مينه مينه ،
په څه کړاو دې واړاوه د خپل دوتر هغه لومړى څپرکى ،
څه بلهاري دچا بدوردو هوسونوشوې ته ،
څه تا غوتي ارواوولوټ کړ د نيمکړې  نيمه خوا ميني برخليک درځنې ،
تاندو تنکيو مينه وړو ولولودې وزغملې څومره ،
      دويرلړلو واټنو دڅه نا خوالو بخولو څپېړې؟
په دې ارمان ګوندې له مخې مو هغه تور واټننونه ورک شي ،
چې يې داستا دنګه خيا لې ګلونه ،
      زما دسترګوله وربويه پنا کړې هسې .
په دې نيمژوانده هيله ،
      وڅيرم هغه بوږ نوړې تورې کورې وريځې
چې له ما – تا يې دي تروښلې د لمر څرک د نارنجبا غ پلوشې .
په دې نيمګړې اسره ،
   د ر وپيزم دنيکنۍ مينې پېرزوپه مراندو ،
      دپرهرژلي ماشوم زړه ها خپسېدلي نماړي
اووپېيم دې دپېغلوټوتلوسو خواره واره پېکي ته
   د سباستوري له سپڼسيو څوورېښمين پېيوي ...
دوينې مينې په نازکو ګوتو ،
           ستا په خيالي وربل کې ټومبم هار پرها رګلونه ،
           د راستوم له ننګرهار همېش بهار ګلونه !

مزينه  ، ١٨اکتوبر ٢٠٠٩