زماپسرلنۍ ډالۍ


د وينو مرجانونه
له باغه ورک مې خــــــزانــــونــه نه شول
تاند مې زموللي چمــــنونـــــه نــــه شول
د تور وحشت د تـــوپــــانــــو لــــــه لاسه
غوټۍ غوټۍ زړونـــــه ګلـــــونــه نه شول
چې غځېدلي دي د مـــــرګ تـــــر پــولې
ترمنځ مو ورک تور واټــــــنونــــه نـه شول
چې پيـــــلامـــــې د سبــــــاوون وې زما
شنه د سپېدو مې سپېدارونه نه شــــول
ستا د ښايست د خـــول غميو پـــــه نوم
درېغه، سرې اوښکې مې لالونه نه شول
چې ستا د نــاز پــــه پښو کــې ورژېدای
خړوب مې تږي ارمـــانـــــونـــه نــه شول
کړي ستا سبا خو بــه مخسوری زيــــاره،
نن که دې وينې مرجـــانـــونــه نه شول!

پوهان8-4-96