څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.12.2017 |   ليكوال : محمد ګلاب منګل     چاپي بڼه
د سلاکار وزير او د ننګرهار والي پېغام!

 د نوميالي ژبپوهاند دکتور مجار احمد زيار د اتيايم پسرلي په وياړ د هغه د علمي او فرهنګي خدمتونو نمانځغونډې ته د سلاکار وزير او د ننګرهار والي پېغام!


بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ
 
درنو استادانو ، قدرمنو علمي او فرهنګي شخصيتونو، زړه ته رانږدې قلموالو او د نوميالي ژبپوهاند دکتور مجاور احمد زيار د علمي او فرهنګي خدمتونو په پار د جوړې شوې نمانځغوندې ښاغلو او اغلو برخه والو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
د پښتو ادب ريالېست ليکوال او شاعر ګل پاچا الفت وايي:
ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظ
 واړه مشغول دي، ځينې ځان ځېنې جهان جوړوي
نن موږ او تاسو د هغه لوی استاد د خدمتونو نمانځغونډې په نيت سره راټول شوې يو، چې د ژوندانه اتياپسرلي يې دې هېواد ، پښتون ولس، پښتو ژبې او پښتون قام ته مثبت او غنميت ثابت شوي ، د وياړ ځای دی، چې دکتور ژبپوهاند استاد مجاور احمد زيار پښتو ژبې ته هغه خدمتونه وکړل، چې تر ده پخوا په دې برخه کې چا نه وو کړي ، يا که شوي هم وو ډېر کم وو، هغه د ژبې سوچه والي او کره والي ته د پښټو د اصيلو لغاتو نعمت وباښه او د ژبپوهنې په برخه کې يې زښت زيات کتابونه وليکل.
استاد زيار  د ژوند له اتيا پسرليو سره داسې ملګرتيا کړې، چې يوه شېبه يې خپل فکري او فزيکي خواک، فکر او احساس د ژبې او قام له خدمته نه دی ، غافله شوي، د شکر ځای دی، چې وايي اوس هم د ورځې لس ساعته کار کوي او د خپلې ژبې د غنا او له نورو ژبو سره سيالۍ په لاړه کې يې د کار هوډمني ځوانه ده.
دکتور زيار صاحب په ډېره مينه، سپېڅلتيا او متانت د ژبې په برخه کې د ستاينې وړ خدمتونه کړي، پښتني لهجې او پښتني ژبني ارزښتونه يې په پوره ځيرتيا او دقت څېړلي او راتلونکي نسل ته يې د سوچه او کره پښتو د ښار دروازې پرانيسي دي.
د  استاد د هڅو او هاند له برکته ده، چې اوس مهال زموږ په پوهنتونونو کې د ده له اثارو  ګټه پورته کېږي، ليکوال او قلموال دده پر لار قدم ږدي او دد ه خدمتونو ته د قدر  په سترګه ګوري.
همدې وياړونو موږ دې ته وهڅولو ، چې د قدرمن دکتور زيار صيب د ژوندانه د اتيايم پسرلي په بانه د هغه د علمي او فرهنګي خدمتونو ستاينه او قدرداني وکړو او اوسني نسل ته دا جوته کړو، چې پښتو ژبه بې کسه نه ده او لاخو د استاد زيار  په څېر لوييې هستۍ لرئ، دغه ډول نمانځغونډې ټولنې او خلکو ته فکر ورکوي، له ژبې او ژبني ارزښتونو سره لېوالتيا او احساس ويښوي، خلک دې ته خير کوي، چې پښتو ژبه د کار سړي لري، لاهم دا ژبه شمله ورلري او لا هم دا ژبه ژوندډۍ او پرمختګ پړاوونه وهي.موږ د دې نمانځغونډې د جوړېدا له امله له تاسو ټولو قدرمنو د رړه له تله مننه کوو، چې تشريف مو راوړی او د دې نمانځغونډې برخه وال ياست ، له هغو ښاغلو هم مننه کوم ، چې د دې نمانځغونډې په جوړېدا کې يې هلې ځلې کړي دي.
د استاد زيار د ژوندانه او هڅو د لاډېرو پسرليو په هيله
په درنښت
محمد ګلاب منګل
سلاکارزير او د ننګرهار والي
 

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي