څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.12.2017 |   ليكوال : ډاکټر عبدالله عبدالله     چاپي بڼه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس
د پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار د اتيايمې کليزې په مناسبت ، علمي سيمينار ته  د افغانستان اسلامي جمهوريت د اجرائيه رئيس جلالتماب ډاکټر عبدالله عبدالله پيغام!
د خوښۍ ځای دی، چې د ننګرهار ليکوال او فرهنګپال ، نوميالی الغان ليکوال او ژب پوه پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار د اتيايمې کليزې په مناسبت علمي سيمينار جوړ کړی دی، زه پوهاند صيب ته د اتيايمې کليزې مبارکي وايم او د سوکاله ژوند هيله ورته کوم.
د پښتو ژبې د ودې او پراختيا په برخه کې د استاد نه ستړې کېدونکې ،هلې نه هېريدونکې دي، چې د کلونو کلونو لپاره به د پښتو ژبې د ليکوالو او خپرونديو د لارې مسال وي، زه هيله من يم ، چې ځوان څېړونکي د استاد له لوري د ژب پوهنې په برخه کې رامنځته شوي بنسټونه لاپسې غښتلي او پراخ کړي.
پوهاند زيار سره له دې چې د غربت په ديار  کې يې د ژوند شپې تېرولې؛ خو هيڅکله يې خپله هېوادنۍ مينه له ياده ونه ايسته، بلکې د خپل هېواد خلکو او ژبې پر وړاندې يې د مسووليت په درک کولو سره بې شمېره کتابونه وليکل، د کتابونو سکالوکانې يې تل نوي مسايل وي، چې له دې وړاندې پرې يا په پښتو کې چا کار نه وي کړی او پرې ډېر لږ کار شوی وي.
زه د استاد د ادبي او څېړنيزو هڅو ستاينه مننه کوم، چې په هر ډول سختو حالاتو کې يې قلم نه دی غورځولی دی، بلکې له دې لارې يې له هر ډول امتياز پرته خپلې ژبې او خلکو ته خدمتکړی دی، هيله من يم ، چې د پوهاند زيار له اثارو څخه د هېواد په پوهنتونونو، علومو اکاډمۍ او نورو اکاډميکو مرکزونو کې په ځانګړي ډول په پوهنيز نصاب کې اساسي کتنه وشي.
دا د خوشالۍ ځای دی، چې د استاد په ژوندونې د علم او ادب زانګو ننګرهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په مشرۍ د ليکوالو او فرهنګيانو له لوري د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار ستاينغونډه جوړيږي، زه د دې غونډې له جوړوونکيو او سمبالوونکيو څخه مننه کوم، چې د دغې درنې غونډې د جوړېدو لپاره يې خولې تويې کړي او له پاک رب نه ورته اجرونه غواړم.
په درنښت 
ډاکټر عبدالله عبدالله 
د فغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس
 

 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي